ښځې

په بغلان کې د ښځو د ځانګړي بازار پر تړل کېدو د سوداګرو مېرمنو نیوکه

په پلخمري ښار کې د بي بي صبري بڼ له دې مخکې ښځو یو سوداګریز مرکز او ښه تفرېح ځای و. اوس دا ځای د برېښنايي تذکرو د ورکړې په مرکز بدل شوی او هغه کارګران او پلورونکي چې له کلونو راهیسې دلته په کار بوخت وو، اوس وزګار شوي دي.

د بي بي صبري بڼ یا هماغه زنانه باغ په ۱۳۹۲ کال کې د بغلان د ښځو چارو د رییسې «خدیجې یقین» په هڅو سره په پلخمري ښار کې د ښځو د تفرېح او تولیداتو او لاسي صنایعو د پلور په موخه جوړ شو چې د طالبانو په راتګ سره د ښځو دا تفرېح ځای او د لاسي صنایعو د پلور دا بازار وتړل شو.  

مېرمن رڼا چې له اوو کلونو راهیسې په بي بي صبري بڼ کې یې د خوراکي توکو پلورنځی درلود او په عوایدو سره یې د ژوندانه یوه برخه لګښتونه برابرول، اوس ددغه تفریحي او سوداګریز مرکز په تړل کېدو سره د ښار په یوه هټۍ کې خپل کار بېرته پيل کړی.

هغه د پلور له ناوړه وضعیته شکایت کوي او وایي: «زموږ کاروبار ښه نه دی، دوې درې میاشتې کېږي چې دلته مې کار پیل کړی کرایه یې لوړه ده او پلور نه لرو. خو له دې امله چې د کورنۍ د اړتیاوو برابروونکې یم مجبوره یم چې په هر ډول شرایطو کې کار وکړم، په بي بي صبري بڼ کې مو عواید ښه وو.»

مېرمن رڼا چې په ژمي کې د کور د تودولو لپاره د سون توکو د پېرلو وس نه لري وايي: «سخت ژمی تېروو، لور مې ناروغه ده د درملو لپاره مې یې پیسې نه لرلې اړ شوم چې له چا پیسې پور کړم، اوس کار کوم چې هغه بېرته ورکړم.»

د مېرمن رڼا لور له ښوونځي فارغه شوې، د طالبانو نويو محدودیتونو هغه د زرګونه نورو نجونو په شان په هېواد کې بې برخلیکه کړې ده. «لور مې هیله لرله چې پوهنتون ته ولاړه شي، خو هغه هم زما په ناهیلې پاتې شوه.»

بي بي شیرین په دغه باغ کې یوه بله سوداګره مېرمن وه، نوموړې له اندراب، دهنه غوري، دوشي او خنجان ولسوالیو څخه د ښځو لاسي صنایع د پلور لپاره دغه مرکز ته راوړل.

خو اوس د طالبانو په واکمنېدو سره یې کار پيکه شوی هټۍ یې تړل شوې ده.

د جهموري نظام له سقوط وروسته طالبانو د بي بي شیرین د هټۍ توکي ضبط کړل. هغه وایي: «څو ځله ورغلم چې خپل توکي ترلاسه کړم، خو طالبانو ددغه بڼ عمومي دروازې ته د نږدې کېدو اجازه رانه کړه.»

بي بي شیرین د ښځو ددې بازار د فعالیت پرمهال د ښځو ښکلې او ظریفې لاسي صنایع ایران ته صادرول. هغه وایي: «ښځې چې په تېرو وختونو کې یې د لاسي صنایعو تولید ته لیوالتیا لرله، اوس ناهیلې شوې دي.»

د بي بي صبري بڼ چې په تېرو وختونو کې د ښځو لپاره یو سوداګریز او تفرېحي ځای و؛ څه د پاسه دېرش هټۍ یې لرلې. اوس دا ټولې هټۍ تړل شوې او د ننه ودانۍ یې چې کتابتون او اداري دفتر پکې و او په تالار کې یې کلتوري پروګرامونه ترسره کېدل، د برېښنايي تذکرو د وېش په مرکز بدل شوی دی.

ددغه بڼ د هټیو ترڅنګ له ښځو د ملاتړ لپاره د ټولنې هم جوړې شوې وې. ښځینه بازارونه یوازې په پلخمري او بغلان پورې محدود نه دي. په جوزجان کې د ښځو بازار، په کندز کې د ملکې ثریا پارک، په بلخ کې ښځینه باغ او په سمنګان کې د تهمینې تفریحي پارک هم بي بي صبري ته ورته بازارونه لرل چې اوس له دغو بازارونو د ښځو او نجونو لپاره یوازې خاطرې پاتې دي.