افغانستان

په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې لسو ښځو او نارینه وو ځانوژنه کړې

د آمو ټلویزیون د خبریال له خوا د راټولو شویو شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې پنځو ښځو او پنځو نارینه وو ځانوژنه کړې ده او شپږ نورې ښځې د کورنۍ د غړو او ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوي دي.

د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د پنځو ښځو ځانوژنه

د راټولو شویو شمېرو له مخې، دا پېښې د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنورۍ له اوومې تر ۲۹مې نېټې په هرات، غور، نیمروز، پروان، پنجشېر، بغلان، بامیان، ازرګان، بدخشان، بلخ او فاریاب ولایتونو کې شوې دي.

په دغو ولایتونو کې سرچینې وایي چې د ډېری دغو پېښو لامل کورني تاوتریخوالي، له زده کړو د نجونو مخنیوی او جبري ودول بلل شوي دي.

سکینه چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړیو ورځو کې یې د غور په تیورې ولسوالۍ کې ځانوژنه کړې یو خپلوان یې د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وايي: «کورنۍ یې نیت درلود سکینه په زور سره واده کړي، خو سکینې رضایت نه درلود او له همدې امله یې د تومانچې په ډز سره ځانوژنه وکړه.»

د سرچینو په وینا، دا نجلۍ د تیورې ولسوالۍ د «دهن درودي» کلي اوسېدونکې وه.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې یوه سرچینه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي چې په دې ولایت کې یوه نجلۍ د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو د مخنیوي له امله ځان وځړاوه او ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.

سرچینې زیاته کړه: «دغه نجلۍ فرشته نومېده او شپاړس کلنه وه، فرشتې په نوراحمد عزیزي ښوونځي کې زده کړه کوله او ډېره لایقه وه. د جنورۍ په شلمه نېټه کله یې چې غوښتل د انګلیسي ژبې کورس ته ولاړ شي ورور یې مخنیوی وکړ او اجازه یې ورنه کړ چې کورس ته ولاړه شي او ښوونځي هم د طالبانو له خوا تړل شوي وو له همدې امله یې ځانوژنه وکړه.»

د آمو ټلویزیون د خبریال له خوا د راټولو شویو مالوماتو له مخې د روان میلادي کال په بهیر کې یوې ۵۰ کلنې مېرمنې او یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د بامیان ولایت په لومړي نمبر یکاولنګ او سیغان ولسوالۍ کې د موږکانو د زهرو په خوړلو ځانوژونه وکړه او همداراز د امایل په نوم ښځې د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په دهندره مرغابي کلي کې د کور په تلخونه کې ځان ځوړولی و.

په فاریاب او بامیان ولایتونو کې د دغو مېرمنو د ځانوژنې لامل کورني تاوتریخوالي بلل شوي دي.

د روان ۲۰۲۳ کال په لومړۍ میاشت کې ۵ نارینه وو ځانوژنه کړې

د ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د ښځو د ځانوژنې ترڅنګ، یو شمېر نارینه وو هم په بېلابېلو لاملونو چې ډېری یې کورني تاوتریخوالي بلل شوي؛ د وسلو او رسۍ په کارولو په څو ولایتونو کې ځانوژنه کړې ده.

په بغلان ولایت کې سرچینه د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي: «د امید په نوم یو ځوان چې د اندراب د ده صلاح ولسوالۍ د دیزک کلي اوسېدونکی دی د کورني تاوتریخوالي له امله یې ځان ځړولی او مړ شوی دی. دغه هلک له خپل پلار سره پر کومه مسله بحث کړی و او وروسته یې ځان په رسۍ سره زندۍ کړی و.»

له فاریاب ولایت څخه د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړۍ میاشت کې یوه ځوان سړي د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ په کوهي کلي کې په مرمۍ سره ځانوژلی دی.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند حمید الله بت شکن دا ځوان محب الله نوموي او د هغه د ځانوژنې لامل کورني تاوتریخوالي په ګوته کوي. له بلخ، بدخشان او ارزګان ولایتونو د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې په دغو ولایتونو کې هم د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه درېیو تنو ځانوژنه کړې ده.

سرچینې په دې ولایتونو کې د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې د فضل الرحمن په نوم ۱۵ کلن تنکی ځوان چې د کندز د قلعه زال ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او بلخ ولایت ته د کار لپاره تللی و د شپې له خوا د کلدار ولسوالۍ په قرن طوغي کلي کې د کار خاوند په کور کې په رسۍ سره ځان ځوړولی او مړ شوی دی.

همداراز په بدخشان ولایت کې د نورالهدا په نوم ۱۵کلن ځوان او د ارزګان د چورې ولسوالۍ په قلعه راق سیمه کې د احمد الله په نوم بل ځوان په د ټوپک په ډز سره ځانوژلی دی.

د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د شپږو ښځو وژل کېدل

د راټولو شویو مالوماتو له مخې، په پروان، هرات، نیمروز او پنجشېر ولایتونو کې هم شپږ ښځې په بېلابېلو لاملونو د کورنۍ د نارینه وو او ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوي دي.

په پروان کې سرچینې چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي آمو ټلویزیون ته وايي چې دوې ښځې د دې ولایت په بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو کې د خاوند، ورور د ورور او خُسر له خوا وژل شوې دي.

په پروان کې سرچینې وايي: «د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په تیخان کلي کې د زبیدې په نوم اتلس کلنه نجلۍ د شپې مهال د خپل ورور او د ورور د خسر له خوا په خپل کور کې وهل ټکول شوې او وروسته زندۍ شوې ده، همداراز د بګرام ولسوالۍ د کوه صافي د دوه لارې په سیمه کې د اسپانه په نوم یوه شل کلنه مېرمن د خاوند له خوا د وهلو ټکولو له امله مړه شوې ده.»

په هرات ولایت کې هم یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې په ډاګه شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي چې ددې ولایت د کهسان ولسوالۍ په اسلام کلا ښارګوټي کې د ایرج په نوم یوه کس خپله مېرمن او خواښې په نامالومو لاملونو وژلې او تښتېدلی دی.

همداراز په نیمروز او پنجشېر ولایتونو کې سرچینې وايي چې په زرنج ښار کې یوه ۳۵ کلنه مېرمن چې پنځه بچیان یې لرل د خپل خاوند له خوا چې د طالبانو ډلې غړی دی وژل شوې او همداراز د پنجشېر ولایت په رخې ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ مړی موندل شوی چې د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوې وه.   

طالبانو څه کړي؟

طالبانو د ښځو د وژنو د عاملانو د نیولو په اړه په بېلابېلو اعلامیو کې ویلي چې دوی د یو شمېر دغو قتلونو عاملین نیولي او د نورو د موندلو او نیولو لپاره هڅې کوي.

په پروان او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو د اعلامیو له مخې ددغو پېښو څلور اصلي عاملین له نیول کېدو وروسته بندیان شوي دي.

په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د ځانوژنې او وژلو پېښې د طالبانو د محدودیتونو لګولو له امله زیاتې شوې او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د فعالینو لپاره ډېرې اندېښنې رامنځته کړې دي.