افغانستان

یو ناروغ: اته میاشتې کېږي چې د پاسپورت اخیستو په تمه یم

د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې له میاشتو راهیسې د دوی د پاسپورتونو ورسېدو په تمه دي وایي، څو میاشتې مخکې د پاسپورت اخیستو لپاره بایومتریک شوي، خو تراوسه یې خپل پاسپورتونه نه دي کړي.

د غزني ښار اوسېدونکی خالد وايي چې اته میاشتې مخکې یې ترلاسه د پاسپورت اخیستو لپاره بایومتریک کړی او ټاکل شوې وه له لسو ورځو وروسته خپل پاسپورت ترلاسه کړي، خو د اتو میاشتو په تېرېدو یې لا پاسپورت نه دی ترلاسه کړی.

هغه وايي: «د خپلې درملنې لپاره له هېواده د وتلو لپاره پاسپورت ته اړتیا لرم، خو د پاسپورت هېڅ درک نه لګېږي او ناروغي مې ورځ تر بلې زیاتېږي. زما په ګډون ډېری ناروغان د خپلو پاسپورتونو په تمه دي.»

خالد دې ته په اشارې سره هغه کسان چې پیسې او واسطه ولري په یوه اونۍ کې خپل پاسپورت اخلي، زیاته کړه: «خو هغه کسان چې په واقعي توګه د پاسپورت مستحق وي، خو پیسې ونه لري کار یې نه ترسره کېږي.»

د غزني ولایت بل اوسېدونکی امان الله دی چې له میاشتو راهیسې د پاسپورت اخیستو په تمه دی.

هغه وايي: «دلته کار روزګار نشته، ما غوښتل چې د کار لپاره ایران ته ولاړ شم، خو پاسپورت مې نه درلود، دلته داسې کسانو ته پاسپورت ورکول کېږي چې پېژندګلوي ولري. هغه کسان چې عاجله ناروغي ولري لومړۍ باید په صحت عامه کې معاینه شي. کله چې روغتیا ریاست ته ورغلو او پوه شول چې نارغ یم، راته یې وویل، که لس زره افغانۍ ورکړم زما عریضه  تاییدوي.»

له بلې خوا، په غزني ولایت کې د طالبانو د پاسپورت ریاست مسوولین د دې ولایت د اوسېدونکو د شکایتونو په تاییدولو سره وايي چې موږ له خلکو د پیسو اخیستو په اړه خبر لرو.

د غزني ولایت د پاسپورت آمر محمد طاهر محمودي وایي چې دوی د روغتیا ریاست له خوا د داسې پېښو شاهدان وو چې په ناقانونه توګه یې د هغو کسانو عریضې تاییدولې چې د پاسپورت مستحق نه وو، خو اوس دا ستونزه حل شوې ده.

هغه زیاته کړه: «له دې مخکې روڼتیا نه وه او ځینو کسانو په روغتیا ریاست کې په پیسو عریضې تاییدولې. موږ دا ډول کسان ونیول او آن داسې مراجعین مو لرل چې د جعلي تحصیلي بورسونو په پلمه یې غوښتل پاسپورت ترلاسه کړي. خو اوس له نېکه مرغه دا ستونزه حل شوې ده.»

محمودي وايي چې دوی اوس بیړنیو ناروغانو او د بهرني اقامت لروونکو محصلینو ته پاسپورت ورکوي.

هغه څرګنده کړه: «په ۱۴۰۱ کال کې په غزني کې کابو اوولس زره پاسپورتونه وېشل شوي او له هغې ۹۱ میلیونه عواید د دولت خزانې ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پاسپورت ریاست تړل کېدو دوی له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي. د طالبانو مسوولین هم وايي چې په نږدې ورځو کې به د پاسپورت اداره پرانیستل شي او هېوادوالو ته به خدمات وړاندې کړي.