افغانستان

افغانستان ته د ترکیې د مرستو اوومه جوپه راورسېده

د ترکیې د بشردوستانه مرستو اوومه جوپه چې کابو یوه میاشت مخکې افغانستان ته راروانه شوې وه، د رېل لارې او د ترکمنستان په پوله کې د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ولایت ته راورسېده.

د ترکیې بشردوستانه مرستې په داسې حال کې افغانستان ته رسېږي چې ډېری هېوادوال په اوسني وخت کې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي او ګڼ شمېر وګړي د ژمي په سخته یخنۍ کې سون توکي نه لري.

په هرات کې د ترکیې سرکونسل سینان علي وايي: «دا له افغانانو سره د ترکیې د مرستو د نیکوکارۍ اوومه جوپه ده ده چې افغانستان ته رارسېږي.»

په ترکیه کې د ترکیې سرکونسل زیاتوي: «د افغانستان له خلکو سره به دا مرستې دوام وکړي او د ترکیې دولت تل له افغانانو سره همکار دی.»

له بلې خوا، په هرات کې د ترکیې د بشردوستانه مرستو بنسټ مسوول بصیر اناخېل وایي: «د ترکیې د دوست هېواد بشردوستانه مرستې بې وزله او بې وسه خلکو ته وېشل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه دا مرستې ۵۰۰ ټنه وزن لري او اوړه، غوړي، وریجې، جامې او د میځلو توکي پکې دي.

د ترکیې دغه بشردوستانه مرستې د ولسي سازمانونو او د ترکیې د پېښو په وړاندې د همغږۍ مرکز (آفاد) په همغږۍ برابرې شوې دي.

په لوېدیځ زون کې د سرې میاشتې ټولنې سیمه ییز مسوول محمد آصف صدیقي وايي: «د دوست هېواد ترکیې له خوا مرسته شوي توکي به په لوېدیځه حوزه او نورو ولایتونو کې پر بې وزله کسانو ووېشل شي.»

د صدیقي په وینا، په دغو مرستو کې خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي چې له سروې او ارزونې وروسته به د هېواد پر اړمنو او بې وسه کورنیو ووېشل شي.

د «نیکو کارۍ قطار» په نوم د ترکیې د مرستو سپږمه جوپه چې ۱۵۰۰ ټنه توکي پکې وو، د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې افغانستان ته راورسېده.

ټاکل شوې ترکیه د بشردوستانه مرستو ۲۱ رېل ګاډي افغانستان ته ولېږي چې اوومه جوپه یې افغانستان ته راورسېده.

دا په داسې حال کې دي چې په دفترونو کې د ښځو د کار د مخینوي په اړه د طالبانو له وروستۍ پرېکړې وروسته؛ ډېری کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو له خلکو سره د مرستو بهیر درولی دی.

د بېلابېلو بنسټونو د شمېرو له مخې، په اوسني وخت کې کابو دېرش میلیونه افغان وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او لس میلیونه نور د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې څه د پاسه ۲۸ میلیونه کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لر او دا هېواد د قحطۍ، اقتصادي ځوړتیا او بې وزلۍ سره مخ دی.

له بلې خوا، د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي چې ۶،۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.