افغانستان

کندز کې ناپېژانده وسله‌والو یو سوداګر وواژه

کندز ښار

کندز کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د غلام‌حسین عنایت خان په نوم یو سوداګر چې تازه هېواد ته راستون شوی و، جمعه سهار د کندز ولایت د علي‌اباد ولسوالۍ په قزل‌سای کلي کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا په ډزو ووژل شو.

د عنایت خان ورور ښایسته خان وایي، چې ورور یې ۴۵ ورځې مخکې له جرمني څخه هېواد ته راغلی و. هغه په جرمني کې پر سوداګرۍ بوخت و.

هغه دوام ورکړ: «ورور مې نوی له جرمني راغلی و او کابل کې یې ژوند کاوه. هغه یو کال مخکې دویم واده وکړ او یوه اونۍ وړاندې تخار کې د خپل خسر کور ته تللی و. سهار ۵ بجې کله چې د خپل خسر له کور څخه کابل ته روان و، د علي‌اباد ولسوالۍ په قزل‌سای کلي کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.»

د غلام‌حسین ورور وایي، چې ورور یې له هېچا سره دښمني نه لرله: «هغه یو بې ازاره سړی و، چې په جرمني کې پر خپل کاروبار بوخت و.»

په همدې حال کې کندز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولین د دغه خبر په تاییدولو وایي، چې غلام‌حسین عنایت خان په یوازی په سراچه ډوله موټر کې کابل ته روان و چې د کندز – بغلان پر لویه لار د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوی دی.

د هغوی په وینا ناپېژانده وسله‌والو د عنایت خان له وژلو وروسته د هغه هېڅ هم له ځان سره نه دي وړي.

د ویلو ده، چې تر اوسه د دې پېښې انګېزه روښانه نه ده.