فرهنګ او هنر

غزني کې ۱۰ هنرمندو نجونو او هلکانو د رسامۍ خپل اثار نندارې ته وړاندې کړل

د چهارشنبې پر ورځ د مرغومي پر ۲۸ د غزني ولایت په نواباد کې د یو شمېر رسامانو له خوا د رسامۍ نندارتون پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې چې د ۱۰ تنو نجونو او هلکانو له خوا رامنځته شوی و د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو هم حضور درلود، په دې نندارتون کې د استادانو او زده‌کوونکو ۴۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي وو.

د دې نندارتون جوړونکي له طالبانو غواړي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

علي همتا د رسامۍ د دې نندارتون یو جوړونکی وایي، چې دا نندارتون به د درېیو ورځو لپاره د مینه‌والو لپاره پرانیستی وي او موخه یې په غزني ولایت کې د رسامۍ هنر دودول ده.

هغه زیاتوي: «د دې نندارتون د رامنځته کولو موخه په غزني ولایت کې د رسامۍ هنر دودول ده؛ ځکه مخکې په غزني کې دا کار ډېر نه و دود او غواړو چې خلک هنر ته مخه کړي. له حکومته (د طالبانو اداره) زموږ غوښتنه دا ده چې له هر پلوه موږ هڅوي.»

همتا په دوام کې زیاتوي، چې په دې نندارتون کې د رسامۍ ۱۰ اثار نندارې ته اېښودل شوي چې ډېری یې د همتا هنري کارځای د شاګردانو کار و.

په همدې حال کې د دغه نندارتون نندارې ته یو شمېر راغلي کسان  په هېواد کې د داسې پروګرامونو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

فرشته حسیني یوه له هغو کسانو چې دې نندارتون ته راغلې وایي: «له حکومته (د طالبانو اداره) د ما غوښتنه دا ده چې د ښځو وضعیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي او ډېر نندارتونونه د ښځو په واک کې ورکړي ترڅو هغوی خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي.»

هما محمدي له هغو هنرمندانو ده چې یو اثر یې په دې نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوی دی. هغه وایي: «د نندارتون له جوړولو زموږ موخه دا وه ترڅو خلکو ته ووایو، چې هنر هم یوه نړۍ لري. کله چې څوک د هنر نړۍ ته دننه کېږي، ژوند یې بدلون مومي. زما ژوند هم د دې له امله چې د ښوونځيو دروازه تړلې وه په سختۍ تېرېده تر دې چې (نګارستان) هنري مرکز ته راغلم، کله مې چې رسامي پيل کړه په رښتیا ژوند ته بیا هیله‌منه شوم.»

هغه له طالبانو غواړي چې د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازه پرانیزي؛ ځکه د نوموړې په وینا داسې هېواد چې زده‌کړې پکې ارزښت ونه‌لري هېڅکله پرمختګ نه کوي.

حسن قاسمي د غزني ولایت اوسېدونکی دی چې د دې نندارتون د هنري اثارو د لیدلو لپاره راغلی دی. هغه وایي: «ډېر خوشحاله یم چې وتوانېدم د دې نندارتون ننداره وکړم. له حکومت (د طالبانو له ادارې) زما غوښتنه دا ده چې زمینه برابره کړي ترڅو ځوانان خپل استعدادونه وښيي.»

غزني ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار غزنوي د دې نندارتون په څنډه کې د آمو خبریال ته وویل: «موږ د غزني خلکو ته ډاډ ورکوو، له ټولو هغو ځوانانو چې په هنري او کلتوري برخه کې کار کوي ملاتړ کوو او په راتلونکي کې به دا نندارتون د ولایت په سطحه رامنځته کړو.»

د دې نندارتون جوړونکي او ننداره کوونکي له طالبانو غواړي چې د دې ځوانانو د استعدادونو د څرګندولو لپاره په ټولو ولایتونو کې د داسې نندارتونونو د جوړولو زمینه برابره کړي.