افغانستان

د هېواد په څو ولایتونو کې د غلاوو د زیاتوالي په اړه د خلکو اندېښنې

د غور، بادغیس، کندز، بلخ او بدخشان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي په دغو ولایتونو کې د غلاوو د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري او وايي چې غلو، د دوی د کورونو زیات شمېر وسایل او له هټیو توکي غلا کړي او دا غلاوې لا هم روانې دي.

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي خلیل له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وایي چې په دې ولسوالۍ کې غله وسله وال دي او د وسلو په کارولو سره له خلکو ګاڼې، د کور وسایل او آن څاروي غلا کوي.

نوموړي زیاته کړه: «په دې شپو ورځو کې غلاوې زیاتې شوي، زه شاهد وم چې زموږ د څو ګاونډیو کورونه غلو ووهل او هرڅه یې ترې یووړل؛ ځکه غله وسله وال دي او خلک د ځان له وېرې هېڅ نه شي کولای.»

د کندز په مرکز چهاردرې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې وسله وال غله هم د خلکو توکي غلا کوي.

له بلې خوا، د غور او بادغیس ولایتونو اوسېدونکي هم د غلاوو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې په دغو دوو ولایتونو کې هم غلو د دوی د کورونو وسایل غلا کړي دي.

د فیروز کوه ښار یو اوسېدونکی محمد یاسین د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي: «تېره اوونۍ مې ورور زموږ کور ته راغلی و، د شپې ناوخته خپل کور ته ولاړ، کله چې ولاړ، وې لیدل چې د کور دروازه یې ماته وه. غلو د تلویزیون، سولر، بېټرۍ، د پخلنځي د وسایلو او آن شړیو په شان ټول وسایل ترې وړي او په کور کې یې هېڅ نه وو پرېښي.»

د غور د دغه اوسېدونکي په وینا، په دې ولایت کې غله دومره ماهر شوي چې آن د روان کال د لیندۍ په ۲۴مه یې په رڼا ورځ د طالبانو د جزا دیوان د رییس موټرسایکل ددې ولایت په لوبغالي کې د غلو په دُرو وهلو پرمهال غلا کړ او له ځان سره یې یووړ.

د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار اوسېدونکی محمد سرور هم د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «کور ته نږدې مې یوه هټۍ لرله، غله راغلل او د دروازې قفل یې مات کړ او د هټۍ وسایل یې یووړل.»

له بلې خوا، د بدخشان او د بلخ ولایت د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي هم وايي چې دوی د غلو له لاسه هره شپه او ورځ نه لري او د کور توکي یې خوندي نه دي.

د دغو ولایتونو اوسېدونکي چې د غلاوو له زیاتوالي تر پوزې راغلي، د طالبانو امنیتي مسوولین په بې پامۍ تورنوي او له هغوي غواړي چې د خلکو د امنیت په خوندیتوب کې ناغېړي ونه کړي او له غلو سره جدي چلند وکړي.

له دې سره سره، په ځینو ولایتونو کې د طالبانو مسوولین د وسله والو غلاوو زیاتوالی ردوي او وايي چې د دوی د هڅو په پایله کې، تېرو کلونو په پرتله غلاوې کمې شوې او دوی په تېرو څو میاشتو کې سلګونه تنه د توکو د غلاوو په تور نیولي او بندي کړي دي.

د کندز په امنیه قوماندانۍ کې د طالبانو یوه مسوول د آمو خبریال ته وویل: «په تېره یوه میاشت کې څه د پاسه سل تنه د وسله والو غلاوو په ګډون بېلابېلو جرمنو په تور نیولي او هڅه کوي چې د خلکو د مالونو د غلا مخه ونیسو.»

د هېواد په پلازمیني او بېلابېلو ولایتونو کې د غلاوو د زیاتوالي لامل، بې وزلي، وزګاري او په ډېری ولایتونو کې په نشه د روږدو کسانو زیاتوالی بلل شوی دی.