افغانستان

د سیمه‌ییزو رسنیو له ناوړه اقتصادي وضعیته د هرات د رسنیزې ټولنې اندېښنه

File photo.

هرات ولایت کې خبریالان او د رسنیو خاوندان په دغه ولایت کې د خبریالۍ او د رسنیو د کار پروړاندې له شته ستونزو اندېښنه څرګندوي.

د سیمه‌ییزو رسنیو دغه خاوندان او خبریالان وایي چې رسنۍ او خبریالان اوسمهال له ګڼو ستونزو له دې جملې معلوماتو ته د نه لاسرسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دغه ستونزې د دې لامل شوې چې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړي او دې چارې د تولیدي پروګرامونو پر کیفیت اغېزه کړې ده.

په داسې حال کې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو ۱۸ میاشتې کېږي په هرات ولایت کې د ځایي رسنیو اقتصادي ستونزې لا هم شته او پر خصوصي رسنیو یې اغېزې لیدل کېږي.

هرات ولایت کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ مدیر مسوول سالم سدید په دې اړه وویل: «رسنۍ نه شي کولای د پخوا په څېر کار وکړي او دا د دې لامل شوی چې د هغوی کار هم کمزوری شي. داسې مسایل شته چې د رسنیو رسنیز پوښښ یې کم شوی دی.»

عبدالله چې په هرات ښار کې خبریال دی وایي: «موږ مخکې اطلاعاتو ته د لاسرسي ښکاره قانون درلود؛ خو د نوي حکومت (طالبانو) له راتلو سره هېڅ ښکاره قانون نشته ترڅو خبریالان یې له مخې کار او فعالیت وکړي. کله کله مسوولین له خبریالانو سره همکاري نه کوي او کله هم  خبریالان د خبري او اعتراضي پوښښ پرمهال ځورول کېږي او د دې ټولو ترڅنګ د نوي حکومت (طالبانو) له راتلو سره اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې رسنۍ او خبریالان کم شي؛ یو شمېر کسانو رسنیز کار پرېښود او ځینې هم په کم معاش سره کار کوي.»

هرات ولایت کې خبریالان ټینګار کوي، چې له رسنیو او خبریالانو باید ملاتړ وشي ترڅو د بیان ازادي خوندي وساتل شي.

هرات کې د رسنیزو چارو کارپوه ولي‌شاه بهره وایي: «رسنۍ د ټولنې بنسټیزه برخه او مهمه اړتیا ده، ترڅو د اوسني حکومت (طالبانو) مسوولین د قانون او د هېواد نافذه قوانینو په چوکاټ کې ملاتړ ترې وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.»

هغه دوام ورکړ: «په کومه ټولنه کې چې رسنۍ فعالیت او د عمل ازادي ونه لري، هغه ټولنه په ظلم او تیارو کې ډوبېږي.»

نوموړی ټینګار کوي، چې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید دغه برخه د خپلو ستونزو د روښانه کولو لپاره بېلابېلې ناستې ترسره کړي او دغه ننګونې له مسوولینو سره شریکې کړي او مسوولین هم اړ دي چې د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په همدې حال کې هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر فرید احمد ایوبي وایي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي د رسنیو او خبریالانو د کار او فعالیت لپاره ښه شرایط برابر کړي.

د هرات د والي ویاند حمید‌الله متوکل هم وایي: «اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې د هرات ځایي ادارې په دغه ولایت کې د بېلابېلو برخو له ټولو ادارو سره اړیکه نیولې او ټولې ادارې چمتو دي چې د رسنیو او خبریالانو د غوښتنې په صورت کې ژرترژره اطلاعات او معلومات په واک کې ورکړي.»

د هرات د والي ویاند ډاډ ورکوي، چې هغوی په هر ډول شرایطو کې د قانون له مخې له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د ډېری رسنیو فعالیت درېدلی او کم شمېر هم په سخت وضعیت کې تر اوسه خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ارزونې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ۶۰۰ (غږیزو، ټلویزیوني او انلاین) رسنیو تر نیمایي زیاتې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره تړل شوې او سلګونه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو هېواد پرېښي دی.

له دې ټولو سره، د خبریالانو نړیوال فدراسیون په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره پر رسنیو برید سخت شوی دی.

د دغه فدراسیون د شمېرو له مخې ۱۵۳ رسنۍ د فعالیت درېدو ته اړ شوې او ښځینه خبریالانې له کار کولو بې‌برخې شوې دي.

اوسمهال هرات ولایت کې نږدې ۳۰ ټلویزیوني او غږیزې رسنۍ فعالې دي چې که یې اقتصادي وضعیت ته پاملرنه ونه‌شي له فعالیته پاتې کېږي.