افغانستان

زیاتې واورې له مرکز سره د زابل د څلورو ولسوالیو لارې وتړلې

د زابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د وروستیو واورو او یخنۍ له امله د دې ولایت له مرکز کلات سره د یو شمېر ولسوالیو لارې تړل شوې چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه اوسېدونکي زیاتوي، له مرکز سره یې په بشپړ ډول اړیکې پرې شوې او آن خپل ناروغان د یخنۍ او تړلو لارو له امله روغتیایي مرکزونو ته نه شي رسولای.

د زابل د دای چوپان ولسوالۍ اوسېدونکی هدایت الله وایي چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې له مرکز کلات سره لارې تړل شوې او یو شمېر اوسېدونکي بیړنیو روغتیایي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی زیاتوي: «لارې تړلې دي هېڅ موټر پر تګ نه شي کولای نشي موږ بیړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لرو او له مسوولینو غواړو چې زموږ غږ ژر تر ژره واوري.»

د زابل د شملزو ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي قمرالدين بیا وایي چې دلته له څو ورځې راهیسي سخت ورښتونه شوي چې هوا ډېره سړه شوې او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «دا څلور ورځې کېږي چې دلته زموږ ولسوالۍ کې واوره شوې او اوس هوا ډېره سړه شوې موږ د کلات بازار ته نه شو تلای، لارې مو تړل شوې اوس نه کور کې اوړه لرو نه نور خوراکي توکي له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو هیله ده چې زموږ غم وخوړل شي او بیړنۍ روغتیايي او خوراکي مرستې راسره وشي.»

د زابل د اتغر ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الله  آمو ته وویل چې د دوی د ولسوالۍ لارې هم تړل شوې او له مرکز سره یې ټولې لارې تړلې او هوا سخته سړه شوې ده.

محمد الله زیاتوي: «له هغې ورځې چې د واورې اورېدل پيل شوي لارې بندې دي او کوچنیو موټرو کرایې ډېرې لوړې شوې دي، په سیمه کي د سختې یخنۍ له  توفان روان دی، حکومت دې زموږ غږ واوري او بیړنۍ روغتیایې او بشري مرستي دې راولېږل شي.»

بل لور ته د زابل د ټولګټو ریاست لپاره د طالبانو مرستیال روزي محمد روشن بیا وایي چې د دای چوپان، خاک افغان، شملزو او اتغر ولسوالیو لارې چې ډېرې خرابې دي د واورې او باران امله تړل کېږي او دوی یې د خلاصون لپاره امکانات نلري.

روشن زیاتوي: «د خاک افغان، دای چوپان، اتغر او شملزو ولسوالیو لارې له غرونو تېرېږي او تل د اورښت له امله بندېږي، ددغو لارو خلاصول زیاتې ماشینرۍ ته اړتیا لري او موږ یې د پاکولو وس نه لرو.»

د زابل د عامې روغتیا لپاره د طالبانو رییس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي وایي چې د دوی ګرځنده روغتیایې ټیمونه په ټولو ولسوالیو کې فعالیت لري او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

حکیمي زیاتوي: «زموږ ګرځنده روغتیایي ډلې په ټولو سیمو کي په کار بوخې دي، تر څو خلکو ته بیړني روغتیایي خدمات ورسوي، خو په دغو څلورو ولسوالیو کې موږ د لارو د تړلو کېدو له امله نشو کولای امکانات ورسوو، خو زموږ ساحوي کلینیکونه هلته فعالیت لري او خلګو ته روغتیایې خدمات رسوي.»

 د زابل د دای چوپان، اتغر، خاک افغان او شملزو اوسېدونکي په داسي حال کې د لارو د تړلو کېدو او ستونزو خبره کوي چې له تېرو څلورو ورځو راهیسي په دې ولایت کي سخته واوره او باران روان دی چې له امله یې په ځینو ولسوالیو کې ساړه بادونه او توپانونه رامنځته شوي دي.