افغانستان

د ځنګلونو له منځه تلو په اړه د نیمروز ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

د نیمروز ولایت اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت ځنګلونه د له منځه تلو له خطر سره مخ دي؛ خو د طالبانو د چاپېریال ساتنې مسوولین وايي چې د ځایي ځنګلونو د ساتې او پرې کېدو د مخنیوي لپاره، یو لړ پلاونونه لري.

د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمد ریګي د آمو ټلوېزیون خبریال ته وویل: «نیمروز د پرلپسې وچکالۍ له امله سالم چاپېریال او زرغون طبیعت نه لري، په دې ولایت کې وچکالۍ او د ۱۲۰ ورځنیو بادونو راتلو په نیمروز کې طبیعت له منځه وړی او یوازې ځنګلونه پاتې دي چې هغه هم خلک پرې کوي او له منځه یې وړي.»  

هغه زیاته کړه: «د نیمروز ولایت ځنګلونه د تېرو درېیو کلونو په پرتله ډېر کم شوي؛ ځکه پنځه سلنه یې د خلکو له خوا پرې شوي او د سون توکو په شان پلورل شوي دي. اوس د ژمي په موسم کې چې سونتوکو ته اړتیا زیاته ده، خلک هره ورځ ونې پرې کوي؛ خو طالبانو دغې ستونزې ته پام نه کوي.»

ریګي زیاته کړه: «نیمروز له کلونو راهیسې تفریحي پارک، پراخ بڼونه، زرغون د لوبو ډګرونه او د تنفس لپاره سالم چاپېریال نه لري، یوازې ځنګل یې درلود چې په هغې کې ونې د حکومت (طالبانو ادارې) له خوا له ریښو ایستل شوې او په ایرو بدلې شوې دي.

که لرګي ونه پلورم، د کورنۍ غړي مې له لوږې مري

د کنګ ولسوالۍ یو اوسېدونکی مشتاق احمد بلوچ چې لرګي پلوري وايي، که څه هم پوهېږي چې په کار سره یې ځنګلونه د له منځه تلو له خطر سره مخ دي؛ خو د وزګارۍ او بې وزلۍ له امله اړ شوي په دې ولسوالۍ کې کوچنۍ ونې پرې کړي او د لرګیو په پلورلو، د خپلې کورنۍ د غړو ګېډه مړه کړي.

هغه وویل: «زه په اونۍ کې دوه ځله رېکشا د ځنګل له لرګیو ډکوم او په ولسوالۍ کې یې پلورم یو رېکشا لرګي تر دوولس زره افغانیو پلورم او که دا کار ونه کړم، د کورنۍ غړي مې له لوږې مري.»

دغه لرګي پلورونکی وايي چې له ۵ کلونو راهیسې، د کار د نشتوالي او بې وزلۍ له امله له ځنګلونو زرنج ته لرګي راوړي او پلوري یې. مخکیني حکومت د دوی له کار سره مخالفت ته درلود؛ خو طالبانو پرې محدودیتونه لګولي او آن هغه کسان چې لرګي پلوري په هغه صورت کې چې ونیول شي، سزا ورکول کېږي.

بلوچ ټینګار وکړ چې طالبانو دوی ته د لویو ونو د پرې کولو اجازه نه ده ورکړې: «طالبانو یوازې اجازه ورکړې چې ښاخونه پرې کړو او د کورونو د تودولو لپاره ترې کار واخلو؛ خو اجازه نه راکوي چې لرګي په بازار کې وپلورو.»

نوموړي زیاته کړه چې تراوسه څو تنه لرګي پلورونکي د زرنج ښار په لور له کنګ ولسوالۍ څخه د راتلو پرمهال د طالبانو له لوري نیول شوي او سزا ورکړل شوې ده.

دغه لرګي پلورونکی وایي: «په هېواد کې کار نشته، که وغواړو چې ایران ته ولاړ شو، طالبانو زموږ پرمخ ټولې پولې تړلې دي. زموږ کورنۍ له لوږې له منځه ځي. طالبان له یوې خوا نه شي کولاي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او له بله پلوه زموږ د کاروبار مخه نیسي.»

بلوچ څرګنده کړه: «د کافي اوبو د نشتوالي له امله، د کنګ ځنګلونو ډېره وده نه ده کړې او ۵۰ سلنه یې د خلکو له خوا وهل شوي؛ خو خلک بله لاره نه لري او مجبور دي طبیعت ته زیان ورسوي.»

له بلې خوا، د چاپېریال ساتنې چارو کارپوه، فیصل واحدي په نیمروز ولایت کې ځنګلونه ډېر ارزښتمن بولي او وايي: «ځنګلونه د خاورو د خرابېدو مخه نیسي، له وچکالۍ او هوا له ککړتیا مخه نیسي او د سیمې د ایکو سیستم د راژوندي کولو مخه نیسي.»

هغه ټینګار وکړ چې ځنګلونه همداراز له سیمې د مرغانو او ځایي ژویو د کډې کولو او له منځه تلو لامل کېږي.

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه زیاتوي، که څه هم د نیمروز ولایت ځنګلونه دقیق نه دي سروې شوي او روښانه نه ده چې د نیمروز پر څومره ځمکه ځنګلونه دي؛ خو ډېری یې په ولسوالیو کې دي.

واحدي جوته کړه: «ځنګلونه د هوا د فلټر کېدو او د ۱۲۰ ورځنیو بادونو د مخنیوي لامل کېږي. د زرنج د شاوخوا او ولسوالیو ځنګلونه ډېرو اوبو ته اړتیا لري او په یو ځل ورښت او سېلابونو په راتلو، د اړتیا وړ اوبه ترلاسه او وده کوي، دغه ونې د دې سیمې له موسمي شرایطو سره سمون لري او ډېرو اوبو ته اړتیا نه لري.»

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس حبیب الله مظهري د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د امیر د فرمان پربنسټ (د طالبانو مشر) په ټول افغانستان کې د ځنګلونو له پرې کولو مخنیوی شوی او په دې اړه بیا یادونه شوې ده.»

هغه زیاته کړه: «په پرلپسې توګه مو ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي لپاره له ټولو پوستو او امنیتي کمربندونو لیدنه کړې او د نیمروز ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي لپاره، د پلان له مخې له ځنګلي سیمو څارنه کوي.»

د طالبانو د چاپېریال ساتنې دغه چارواکي زیاته کړې چې د نیمروز ولایت اوسېدونکي د ښار په کچه اتیا سلنه له ګازو او برېښنا د سونتوکو په توګه کار اخلي؛ خو په ولسوالیو کې چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او د برېښنا انرژي هم نشته ۵۰ تر ۶۰ سلنه خلک له مجبورۍ د ځنګلونو له لرګیو د سون لپاره کار خلي.

دا په داسې حال کې دي چې د نیمروز ولایت کروندګرو څه موده مخکې د آمو ټلویزیون خبریال ته ویلي چې د اوبو د نشتوالي له امله له دوو کلونو راهیسې په نیمروز کې کرکېله له منځه تللې او تېر کال له دې پلوه دوی ډېر زیان لیدلی دی.