افغانستان

د دایکندي په قوناق کوتل کې د واورې ورېدو له امله د ۷ موټرو بند پاتې کېدل

د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه مسافر چې د دایکندي او بامیان ولایتونو ترمنځ قوناق کوتل کې بند پاتې وو د لارې له پرانیستو وروسته یې خپلې لارې ته دوام ورکړ.

سرچینې تاییدوي چې ۷ فلانکوچ ډوله موټر چې نن سهار په قوناق کوتل کې بند پاتې وو د لارې له پرانیستل کېدو وروسته یې خپلو لارو ته دوام ورکړ.

دایکندي او بامیان ولایتونو کې د طالبانو ځایي مسوولان تاییدوي چې کابل او ولسوالیو ته د دغو دوو ولایتونو ډېری لارې د تېرې شپې د واورو له امله تړل شوې وې.

دایکندي کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست مرستیال احمدشاه احساني نن سهار د مرغومي پر ۲۱ ویلي، چې د بامیان او دایکندي ولایتونو ترمنځ «قوناق» کوتل تړل شوی او اوسمهال پر دې لاره تګ راتګ ناشونی دی.

احساني وویل چې مرکز ته د دایکندي د ټولو ولسوالیو لارې د تېرې شپې د واورو له امله تړل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې یوازې د دایکندي او پاتو ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لار پرانیستل شوې او د نیلي ښار او نورو ولسوالیو ډېرې لارې تړلې دي.

په دې لړ کې دایکندي کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست مرستیال احمدشاه احساني وایي، چې د مسافرو ۷ فلانکوچ ډوله موټر د دغه ولایت او بامیان ولایتونو ترمنځ پوله کې «قوناق» کوتل کې بند پاتې دي. د ده په وینا، دا مسافر اوسمهال د دغې سیمې د ټولګټو ریاست د کارکوونکو په خونه کې ځای‌پرځای شوي دي.

دغه طالب مسوول ټینګار کړی، چې له تېرې یوې ورځې راهیسې مسافروړونکو موټرو ته پر عمومي لارو د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

اخوا، د بامیان د ټولګټو ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې له کابل او ولسوالیو سره د دغه ولایت ډېری لارې د تېرې شپې د واورو له امله تړل شوې دي.

د دغه ریاست د اعلامیې له مخې چې نن سهار خپره شوې د «حاجي‌ګک، شاتو، پل بند شوی او اق رباط» کوتلونه د واورو او توپان له امله تړل شوې دي.

په اعلامیه کې له مسافرینو غوښتل شوي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دې لار له سفر څخه ډډه وکړي.

کابل – دایکندي او بامیان – کابل لویه لار هر کال لږترلږه پنځه میاشتې تړل کېږي یا په داسې وضعیت کې وي چې ګټه ترې اخیستل نامناسب وي. دغې موضوع د مرکزي سیمو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي ي.