افغانستان

د افغانستان په موضوع سره د ملګروملتونو د امنیت شورا خصوصي ناسته ترسره کېږي

د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا به په راتلونکې اونۍ کې د افغانستان په هکله خصوصي ناسته ترسره کړي او تمه کېږي چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د ښځو د کار د حق په اړه بحث او خبرې وشي.

ټاکل شوې دا ناسته د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په دیارلسمه د متحده عربي اماراتو او جاپان په وړاندیز د تړلو دروازو ترشا ترسره شي.

په ملګروملتونو سازمان کې د متحده عربي اماراتو ویاند پر خپله ټویتر پاڼه لیکلي چې ددې ناستې د جوړېدو موخه په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د رسولو څرنګوالی دی چې ښځینه کارکوونکې پکې مهم رول لري.

په ملګروملتونو سازمان کې د متحده عربي اماراتو ویاند شهد مطر وویل: «متحده عربي امارات او جاپان د طالبانو له خوا وروستیو پرېکړو او پر انساني وضعیت یې اغېزو ته په پام سره د جنورۍ میاشتې په دیارلسمه د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د خصوصي ناستې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.»

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سید مهدي افضلي د دا ډول ناستو ترسره کول د هېواد په ګټه بولي او باور لري: «د افغانستان د بدلونونو په هکله چې هرڅومره ناستې ترسره شي د هېواد په ګټه دي. خو مهمه دا ده چې آیا د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا او سیمې د هېوادونو ناسته د افغانستان د ستونزو د اواري او په دې اړه د بحث لپاره ده که نه. هر څومره چې په دغو ناستو کې د افغانستان خلک او د دوی رول ته پام وشي د هېواد وضعیت به ښه وارزول شي.»

هغه زیاته کړې، هر څومره چې دا ناستې د سیاسي کېدو او امنیتي کېدو په لور حرکت وکړي، په هماغه کچه افغانان زیان مومي او د ملګروملتونو په امنیت شورا کې بېلابېل هېوادونه د خپلو ګټو پربنسټ پرېکړه کوي نه د افغانانو د ګټو پر بنسټ.»

تمه کېږي چې د ملګروملتونو سازمان د مرستو مسوول مارتین ګریفتس په راتلونکې اوونۍ کې له طالب چارواکو سره د کتنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د ملګروملتونو سازمان ویلي چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي، له درېیو دوه برخې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري او شل میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

له دې سره سره، یو شمېر مرستندویه سازمانونو د ښځو د کار د مخنیوي له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.