افغانستان

د طالبانو محکمه د دُرو او قصاص حکم څه ډول صادروي؟

هغه پلار چې طالبانو یې لور د خلکو په مخ کې په دُرو ووهله وایي، لور یې پرته له دې چې څه جرم ولري، د طالبانو له خوا په دُرو وهل شوې او پر درې کاله زندان محکومه شوې ده.

د دغې ۱۹ کلنې نجلۍ پلار له آمو سره په خبرو کې وايي چې لور یې څلور میاشتې مخکې زابل ولایت کې د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز ته د تلو په حال کې وه چې د طالبانو له خوا ونیول شوه.

هغه آمو ته وویل چې د ده لور یې له یوه ټکسي چلوونکي سره د نامشروع اړیکې لرلو په تور نیولې وه او هغه یې د خلکو په مخکې ۳۹ متروکې ووهله او پر درې کاله زندان یې محکومه کړه.

د دې نجلۍ پلار وایي چې لور یې کوژده شوې او د طالبانو تورونه بې‌بنسټه دي.

هغه په دوام کې وویل، وروسته له هغې چې لور یې ۲۴ ساعته بې‌درکه وه زابل کې د طالبانو د پولیسو په قوماندانۍ کې یې موندلې ده.

دغه پلار وايي کله چې له طالبانو یې وغوښتل داسې یو مدرک ورته وړاندې کړي چې د ده د لور جرم ثابت کړي هغه یې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ له دفتره ایستلی دی.

د دې نجلۍ پلار وویل: «کله چې محکمې زما د لور په اړه پرېکړه وکړه زه په محکمه کې وم. څارنوال د قضیې په اړه معلومات ورکول. هېڅ اسناد او شواهد نه لیدل کېدل. ما اعتراض وکړ؛ خو د خبرو کولو فرصت یې رانه‌کړ، وې‌ویل: تاسو د خبرو کولو حق نه لرئ، یوازې د محکمې حکم ته غوږ ونیسئ.»

دغه کس وایي، محکمه کې د طالبانو قاضي ویلي چې دا نجلۍ له ټکسي چلوونکي سره نامشروع اړیکه لري؛ ځکه د ټکسي چلوونکي په ټلیفون کې د نجلۍ انځورونه لیدل شوي او له همدې امله نجلۍ او ټکسي چلوونکی هر یو ۳۹ دُرې وهل او پر درې کاله زندان محکوم شوي دي.

هغه زیاتوي: «د مرافعې غوښتنه مې وکړه؛ خو هغوی (طالبانو) زما غوښتنه ونه‌منله. لور مې په عام محضر کې ۳۹ دُرې ووهل شوه او بیا یې زندان ته ولېږدوله.»

د شاهدانو په وینا د طالبانو له خوا د محاکمې پرمهال تورن کسان د دفاع او د مدافع وکیل د لرلو له حق څخه بې‌برخې دي.

د طالبانو محاکمه، صحرایي محاکمه ده

حقوق‌پوهان د طالبانو قاضیان غیرمسلکي بولي او وایي چې د طالبانو د محاکمې بهیر عادلانه نه دی.

حقوق‌پوه سبحان‌الله مصباح په دې اړه وایي: «د طالبانو د محاکمې بهیر یو غیرعادلانه بهیر دی. هر څوک چې تورن وي، د محاکمې د عادلانه‌والي له اصل څخه برخمن نه دي.»

په همدې حال کې د جمهوریت دورې څارنوالان د طالبانو د محاکمې کړنلاره صحرایي ګڼي او وايي چې د جزایي اجرااتو د قانون د اتمې او اوومې مادې له مخې په جزایي قضیه کې د مدافع وکیل لرل بنسټیز شرط دی.

د جمهوریت دورې د نشه‌یي توکو پروړاندې د مبارزې څارنوال علیم فاروق هم باوري دي چې: «کومه قضیه چې د څارنوال له څېړنې پرته محکمې ته ولاړه شي باطله ده. په هېڅ ډول قاضي د حکم د صادرولو صلاحیت نه لري. د طالبانو محاکمه، صحرایي محاکمه ده.»

د طالبانو د محکمو قوانین څه دي؟

اخوا جوزجان کې د طالبانو د محکمې یو کارکوونکی وایي چې د طالبانو محکمه قاتلان درې ځله محکمې ته لېږي او که کوم شاهد وي او د ده پر قتل اعتراف وکړي نوموړی قصاص کوي.

د هغه په وینا، متاهل زناکار سنګساروي او چا چې شراب څښلي وي هم ۸۰ دُرې وهي.

بلخ کې د طالبانو له زندان څخه یوه سرچینه هم وایي، هغه کسان چې د طالبانو له خوا نیول کېږي د جنایي برخو له څېړنو وروسته یې دوسیه لومړنۍ محکمې ته لېږي او وروسته یو مفتي او یو کارکوونکی د تورنو کسانو په اړه پرېکړه کوي.

طالبانو د لړم پر ۲۳ نېټه اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو له قاضیانو سره په یوه ناسته کې ویلي، چې د حدود او قصاص په څېر شرعي سزاوې باید عملي شي.

له هغې وروسته دې ډلې د افغانستان په پنځه‌لسو ولایتونو کې د ۵۳ ښځو په ګډون ۲۳۵ تنه د خلکو په مخکې د «اخلاقي فساد، له کوره د تېښتې او غلا» په تورونو په دُرو وهلي دي.