افغانستان

خالد قادري د طالبانو له بنده خوشی شو

په هرات ښار کې شاعر او د رسنیو فعال خالد قادري له هغې وروسته چې د تېر کال په ژمي کې د انتقادي مطالبو د خپرولو په تور د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو، نن له بنده خوشی شو.

خالد قادري چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته د برېښنايي تذکرو د توزیع په یوه مرکز کې یې کار کاوه د تېر کال په ژمي کې د انتقادي مطالبو د خپرولو په تور د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او د طالبانو پوځي محکمې نوموړی په یو کال زندان محکوم کړی و.

خالد قادري په هرات ښار کې د نوروز راډیو ویاند و او پر نظام د نیوکې له امله نیول او زنداني شوی و. هغه لومړنی خبریال و چې په پوځي محکمه کې محاکمه شو.

خالد قادري سه شنبې د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۲۶مه له دوو مدني فعالینو سره په یوه پوځي محکمه کې محاکمه شوی و. خالد قادري په یو کال بند او فیض غوري او یو بل مدني فعال یو په شپږ میاشتې بند او بل تن په دوه کاله بند محکوم شول.

د طالبانو استخباراتو شاعر او د نوروز راډیو ویاند خالد قادري پر نظام د نیوکې په تور په هرات کې نیولی و.

هغه په هند کې د اقتصاد په څانګه کې زده کړه کړې او د «آخرین درخت پاییز» په نوم شعري ټولګه یې خپره شوې ده.

په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو له آزادۍ د سرغړونې زیاتوالی

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه ددې بنسټ د کلني راپور په خپرولو سره وایي چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د تېر میلادي کال په پرتله «دوه نیم برابره» شوی دی.

دغه سازمان وایي چې په ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو د سرغړونې ۲۶۰ پیښې په دې بنسټ کې ثبت شوې دي. دا شمېر د تېر کال په پرتله د ۱۳۸ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز شمېرنې ښيي چې د خبریالانو د وهلو ټکولو، شکنجې او سپکاوي په ګډون د خبریالانو له حقونو د سرغړونې ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي له ۲۶۰ پېښو، ۱۱۹ یې له بدني او رواني تاوتریخوالي او سپکاوي سره یو ځای د خبریالانو لنډمهاله نیولو پېښې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې په تېر یوه کال کې ۵۸ خبریالان په کابل کې، ۱۱ په کندهار، ۱۱ په پکتیا، اوه په غزني، ۶ په فاریاب، نهه په هرات، سمنګان او بامیان ولایتونو اته په پروان، ارزګان او لوګر کې او همداراز نهه نور خبریالان هم په کاپيسا، بلخ، تخار، ننګرهار، خوست، هلمند، زابل، فراه، بادغیس کې نیول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې چې د روان کال د مرغومي په نهمه خپور شو، له ټولو نیول شویو خبریالانو، په هرات کې د نوروز راډیو د مخکیني ویاند خالد قادري په ګډون لږ ترلږه درې خبریالان د مارچ له اوولسمې (نن خوشی شو)، په کابل کې آزاد خبریال فیض الله فیض بخش او په خوست کې د زرغون ټلویزیون خبریال قدرت الله ترار د روان میلادي کال د نومبر له یوولسمې راهیسې د طالبانو په بند کې دي.