فرهنګ او هنر

یما رهي، هغه خبریال چې د روحي ناروغۍ له امله ومړ

د هېواد یو تکړه خبریال یما رهي چې ډېر کلونه یې د اطلاع رسونې په برخه کې فعالیت کاوه، د ناروغۍ له امله وفات شو.

د یما کورنۍ او دوستان، د نوموړي مړینه د افغانستان د رسنیو لپاره لویه ضایعه ګڼي.

یما نږدې شل کاله د هېواد په بېلابېلو رسنیو کې فعالیت درلود؛ خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته ناروغ شو او له دندې یې استعفا وکړه.

هغه له رسنیو سره کار له پوهنتون سره هممهاله پیل کړ. نوموړي لومړي رسمي کار له ملي ټلویزیون سره د ماشوم خپرونې د چلوونکي په توګه پيل کړ او له څه مودې فعالیت وروسته یې، د «زنګین کمان» مجلې د عمومي مدیر په توګه کار پیل کړ.

د نوموړي د فعالیت ډېره برخه د ماشومانو د دوی د ژوند په اړه وه. د یما رهي وروستۍ دنده له بي بي سي سره وه چې د لیکوالۍ او بېلابېلو پروګرامونو په برخه کې یې فعالیت کاوه.

یما یو هېوادپاله او مهربانه سړی و

د یما رهي مېرمن پلوشه عمري د خپل خاوند د شخصیت په اړه وايي چې یما یو هېواد پال او مهربان سړی و او د مطبوعاتو په برخه کې یې ډېر کار کړی چې له کتاب لوستلو سره یې ډېره مینه لرله.

مېرمن عمري زیاتوي: «وروستیو بدلونونو یما سخت خواشینی کړی و او له اوسني وضعیت سخت کړېده. هغه څو ځله پاکستان ته ولاړ او ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې وه چې باید ځان خوشحاله وساتي.»

د یما مېرمن له سیاسي بدلونونو وروسته له هېواده بهر ته د هغه د نه تلو لامل، د یما د وطن دوستۍ او له هېواد او دوستانو سره د علاقه مندۍ حس وباله او وې ویل: «زما د خاوند لویه هیله، زده کړو ته د افغانان ماشومانو او ځوانانو لاسرسی او د هېواد پرمختګ و چې دا واقعیت یې په واقعیت بدل نه شو.»

یما له ماشومتوبه له کتاب لوستلو او کتاب پېرلو سره مینه لرله او په بېلابېلو برخو کې یې زیات شمېر کتابونه ولوستل او له کتابونو سره د مینې له امله یې په کور کې کوچنی کتابتون جوړ کړی و چې ډېری وخت به په دې کتابتون کې په مطالعې بوخت و.

کاش چې دوستانو یې پوښتنه کړې وای

د یما رهي ورور احمد جاوید وایي چې یما له ماشومتوبه له کتاب لوستلو سره مینه لرله او شپې به یې په کتاب لوستلو تېرولې او ټول ژوند یې په کتاب لوستلو او کتاب اخیستو کې تېر کړ.

هغه د خپل ورور له دوستانو د ګیلې په کولو سره وايي: «یما له حده زیات له خپلو دوستانو سره مینه لرله؛ خو په تېر یوه نیم کال کې له خپلو دوستانو لیرې شوی و، کاش چې دوستانو یې په دې موده کې د یما پوښتنه کړې وای، د نوموړي مړینه لویه ضایعه ده.»

یما په کابل کې نړۍ ته راغلی و او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون په ژورنالیزم پوهنځي کې پای ته رسولې وې. له هغه د پارسي او ماني په نوم یوه لور او یو زوی پاتې دي.

د هېواد ده ژورنالیست او فرهنګي فعال د روان کال د مرغومي په شپږمه د مغزي سکتې له امله په ۴۳ کلنۍ مړ شو او په خپله پلرنۍ هدیره «شهدای صالحین» کې خاورو ته وسپارل شو.