په لغمان کې نن چهارشنبه یو ځل بیا طالبانو شپږ تنه د نامشروع اړیکو په تور د خلکو په مخکې په دُرو ووهل.
طالبان وایي، چې په دغو کسانو کې یوه ښځه او ۵ نارینه شامل وو، چې نامشروع اړیکې یې لرلې او د محکمې له پرېکړې وروسته پرې حد جاري شو.
دا مراسم چې د قرغیو ولسوالۍ په انګړ کې ترسره شول د دغې ولسوالۍ عام خلک هم ور بلل شوي وو.
د دغه ډول کسانو نیول او محاکمه څه ډول ترسره کېږي؟
یوه څارنوال د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د تورن کسان له نیول کېدو وروسته که دوی وغواړي د ځان د بې ګناه ثابتولو لپاره وکیل ونیسي اجازه ورکول کېږي او که نه نو محکمه مستقیما پرې قید او یا هم حد جاري کوي.
هغه زیاته کړه: «دوی ته له نیول کېدو وروسته د وکیل اجازه وي، خو ډېری دا کسان چې په نا مشروع اړیکو تورن وي له وېرې او د خپلوانو له شرمه وکیل نه نیسي، چې څوک پرې خبر نه شي.»
د څارنوال په خبره ډېری وختونه قاضیان نیول شوي کسان د محکمې په انګړ کې په دُرو وهي او هلته ولاړ خلک هم نندارې ته ورغوښتل کېږي.
د یادونې وړ ده چې دا په لغمان کې دوهمه ورځ ده چې شپږ تنه په دُرو وهل کېږي، تېره ورځ هم د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه د نا مشروع اړیکو په تور په دُرو وهل شوي وو.
دې سره په یوه میاشت کې په ټول ختيځ کې ۱۶ تنه د خلکو په مخکې په دُرو وهل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د روان کال د لړم میاشتې پر ۲۳ نېټه اعلان وکړ چې د دغې ډلې د مشر ملا هبتالله اخوندزاده په امر به شرعي سزاوې لکه حدود او قصاص پلي کړي. سره له دې چې له دې مخکې هم د طالبانو له خوا پر ښځو د تېري او د هغوی د ځورولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي، خو تراوسه د طالبانو هېڅ غړي ته سزا نه ده ورکړل شوې.
طالبانو له هغې وروسته په تخار، ننګرهار، زابل، لوګر، غور، پکتیا، پروان، بدخشان، جوزجان، هرات، غزني، خوست، جوزجان، کاپیسا، لغمان او ارزګان کې له دوو سوو زیات کسان چې ښځې هم پکې دي په عام محضر کې د اخلاقي فساد او غلا په تور په دُرو وهلي دي.