افغانستان

طالبانو په سمنګان کې د یوې نجلۍ سر پرې کړ او بله یې په ډزو ووژله

سمنګان ولایت کې سرچینې د «روی دواب» ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال ملا شمشاد په امر د دوو نجونو د وژلو خبر ورکوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو آمو ټلویزیون ته ویلي، چې د سمنګان په روی دواب کې د طالبانو د ولسوال ملا شمشاد کسانو د «انیسې» په نوم پر یوې نجلۍ تېری وکړ او کله چې هغې په روی دواب ولسوالۍ کې شکایت ثبت کړ خپل ورور یې چې د طالبانو له کسانو دی د هغې سر پرې کړ.

د «روی دواب» ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وویل: «نجلۍ یوه ورځ حکومت ته عریضه وکړه، هغه له نکاح مخکې اومېندواره شوې وه. بېرته چې له (ولسوالۍ) کور ته تللې ورور یې چې د طالبانو غړی دی، خپله خور یې په چاړه وژلې ده.»

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی وایي وروسته له هغې چې دې نجلۍ د ولسوالۍ مسوولینو ته پر هغې له تېرې شکایت وکړ، هغه یې ونیوله. خو له دې امله چې هغه اومېندواره وه خوشي شوه او ورته ویل شوي و، د ماشوم له نړۍ ته راتلو وروسته به یې محاکمه کړي.

هغه وویل: «د مولوي شمشاد کسانو پر دغې نجلۍ جنسي تېری کړی و. مولوي شمشاد نجلۍ زنداني کوي. بېرته خوشي کېږي. (مولوي شمشاد) ویلي یې و، چې له زېږون وروسته یې محاکمه کوو. د دې نجلۍ ورور طالب دی او له دې پېښې خبرېږي او د مولوي شمشاد د کسانو په همکارۍ خپله خور وژني.»

ځایي سرچینو د دغې نجلۍ د مړینې نېټه د لیندۍ میاشتې ۲۳ ویلې ده.

د سیمې اوسېدونکي وایي، دویمه نجلۍ چې د سمنګان د دواب د ولسوال ملا شمشاد د کسانو له خوا وژل شوې ده، د آمنې په نوم یوه قابله وه.

د سمنګان ولایت د روی دواب ولسوالۍ یو قومي مشر وایي چې آمنې د ملا شمشاد له کسانو سره اړیکه لرله. هغوی د سرخ قلعې کلي روغتیایي مرکز ته ورتلل او هلته یې ښځې ځورولې.

د دغه قومي مشر په وینا د سیمې اوسېدونکو او دغې ډاکترې د طالبانو له دغې کړنې شکایت درلود او د دواب د ولسوال ملا شمشاد کسانو هغه ووژله.

دغه قومي مشر وویل: «طالبان (روغتیایي مرکز) ته تلل او خلک یې ځورول، خلکو ولسوال ته شکایت وکړ. ولسوال مولوي شمشاد له ډاکترانو پوښتنه کړې او ډاکترې ویلي چې هو خلک ځورول کېږي. ولسوال ډاکتره په څپېړه وهي. وایي تاسو مجاهدین بدناموی. بیا هماغه شپه قابله وژني.»

سمنګان کې سرچینې وایي چې ملا شمشاد له دغو شکایتونو وروسته د شپې له خوا په سیاه بای مشهور د خیرالدین په نوم د خپل یوه نږدې کس کور ته ولاړ، چې د دغې قابلې ګاونډی و، امنې ته زنګ یې وهلی او هغه یې په ډزو وژلې ده.

دغه سرچینې وایي: «نجلۍ ته زنګ ووهل شو، کله چې (امنه) له کوره راوځي ملا شمشاد له خپلو کسانو سره هغه په ډزو وژني. شمشاد خلکو ته خبرداری ورکړی چې که څوک د دغې ښځې د وژلو په هکله څه ووايي، هغه هم د دې په څېر له منځه وړي.»

د سرخ قلعې کلي یو بل اوسېدونکی وایي، وروسته له هغې چې له یوه طالب سره د دغه کلي د روغتیایي مرکز د کارکوونکې امنې انځور خپور شو هغه ووژل شوه.

هغه په دوام کې وویل: «آمنې د سرخ قلعې کلینیک د واکسین په برخه کې کار کاوه. نه پوهېږم چې جنجال څه و. ویډیو یې افشا شوې وه. اسلامي امارت (طالبانو) دوی محاکمه کړل، اخر بیا یوه شپه ووژل شوه. ګاونډیو د شپې له خوا د پنځو یا شپږو ډزو غږ اورېدلی و، کورنۍ یې موږ ته وویل چې د زړه ناروغۍ له امله مړه شوه.»

د سیمې اوسېدونکي وایي چې نوموړې د لیندۍ میاشتې پر ۲۲ وژل شوې ده.

د سمنګان اوسېدونکي د روی دواب ولسوالۍ ولسوال مولوي شمشاد د دغو دوو نجونو د قتل مسوول ګڼي او وایي چې هغه په دې ولسوالۍ کې د خپلې چوکۍ د له لاسه ورکولو له وېرې دغه دوې نجونې ووژلې.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د مولوي شمشاد ساتونکي قاري انیس او بسم‌الله او د امنې ورور صمدالله هغه کسان دي چې دغه نجونې یې وژلې دي. خو سمنګاني طالبان هڅه کوي د دغو دوو تنو وژنه په عدلي او قضايي بنسټونو کې ثبت نه شي.

هغه انځورونه چې آمو ته رسېدلي ښيي چې د طالبانو یو غړی په پوځي جامو کې د دوو ښځو ترڅنګ ناست دی.

سرچینې آمو ته د انځور په لېږلو وایي چې دغه کس د سمنګان د دواب د ولسوال ملا شمشاد د ساتونکی قاری انیس دی.

د سمنګان د دواب ولسوالۍ د یوه قومي مشر په ګډون د دې سیمې اتو اوسېدونکو چې نه غواړي په راپور کې یې نومونه واخیستل شي له آمو سره په جلا جلا خبرو کې د طالبانو د کسانو له خوا د دغو نجونو وژل کېدل تایید کړي دي.

وموغوښتل په دې اړه د مولوي شمشاد لیدلوری ولرو خو هغه د آمو اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ.

سمنګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي منیب د دغو دوو ښځو قتل ردوي او د هغه انځور په ځواب کې چې آمو ته رسېدلی وایي «دا انځور فوټوشاپ دی.»

هغه په دوام کې وویل: «دا موضوع په بشپړ ډول ما خپله وڅېړله، حقیقت نه لري. بیا هم زه دا موضوع څارم.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د روان کال د لړم میاشتې پر ۲۳ نېټه اعلان وکړ چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په امر به شرعي سزاوې لکه حدود او قصاص پلي کړي. سره له دې چې له دې مخکې هم د طالبانو له خوا پر ښځو د تېري او د هغوی د ځورولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي، خو تراوسه د طالبانو هېڅ غړي ته سزا نه ده ورکړل شوې.

طالبانو له هغې وروسته په تخار، ننګرهار، زابل، لوګر، غور، پکتیا، پروان، بدخشان، جوزجان، هرات، غزني، خوست، جوزجان، کاپیسا، لغمان او ارزګان کې ۲۰۶ تنه چې ښځې هم پکې شاملې دي په عام محضر کې د اخلاقي فساد او غلا په تور په دُرو وهلي دي.