افغانستان

لغمان کې د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه په دُرو ووهل شول

په لغمان ولایت کې طالبانو نن سه شنبه شپږ تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل. د دُرو وهلو په مراسمو کې د عامو خلکو ترڅنګ د لغمان لوړ پوړي طالب چارواکي هم نندارې ته ورغلي وو.

طالب چارواکي وایي، دا کسان چې دوه ښځې هم پکې وې د نامشروع اړیکو او یو شمېر نورو جرمونو په تور نیول شوي وو او د محکمې له پرېکړې وروسته سزا ورکړل شوه.

دغه راز په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سبا چهارشنبه به د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې ۷ تنو ته د خلکو په مخکې سزا ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې طالبانو د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو غوښتي، چې د سزا بهیر د لیدو ته ورشي.

سرچینې په خبرپاڼه کې په ټینګار سره وايي، چې د دُرو وهلو پرمهال هر ډول انځور او وېډیو اخیستل منع دي او له سرغړونکو سره به سخت چلند وشي.

طالب چارواکي وایي، په عام محضر کې د دا ډول مجرمینو د سزا کولو موخه د مجرم لپاره زجر او د نورو لپاره عبرت دی.

که څه هم عام خلک او د رسنیو استازي د دې صحنې لیدو ته ور بلل شوي وو، خو رسنیو ته بیا د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په ننګرهار کې هم څلور تنه د خلکو په مخکې په سزا رسول شوي وو.

له دغو کسانو یو یې په دره نور ولسوالۍ او د یوې مېرمنې په ګډون درې نور په ګوشتې ولسوالۍ کې د نا مشروع اړیکو په تور په دُرو وهل شوي وو.

له بلې خوا، عام خلک نیوکه کوي، چې طالبان دې د بې وزلو خلکو ترڅنګ خپلو تورنو چارواکو ته هم دا ډول سزا ورکړي.

دوی وایي څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د یوه ویاند غیر اخلاقي غږیزې خبرې چې له یوې نجلۍ سره یې کړې وې خپرې شوې، خو هغه ته په عام محضر کې سزا ورنه کړل شوه.

د لغمان اوسېدونکی محمد وايي: «څه موده مخکې د لغمان د ولایت یو طالب له یوې نجلۍ سره نا مشروع اړیکې لرلې، خو ونه نیول شو او نه هم چا ولیده چې چېرته یې سزا ورکړه که نه.»

خلک نیوکه کوي او وایي طالبان اسلام پر خلکو عملي کوي خو د خپلو غړو پر تورنو بیا دا احکام نه عملي کوي.