افغانستان

طالبانو په هرات کې ۱۰ تنه په دُرو ووهل

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې سرچینې وایي چې د طالبانو محکمې نن دوشنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه ۱۰ نارینه د نشه‌یي توکو د پېراوپلور، د ښځو د ځورولو او د شراب څښلو په تورونو د دغې ولسوالۍ په ودانۍ کې د خلکو په مخکې په دُرو ووهل.

طالبانو د تېرې اونۍ پر پنجشنبې ورځ هم د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ورزشي لوبغالي کې ۲۰ نارینه په متروکو وهلي وو.

عبدالحی چې د دُرو وهلو بهیر یې له نږدې لیدلې وایي: «زه او څو تنو ملګرو سره د ولسوالۍ د ودانۍ له نږدې د تېرېدو په حال کې وو چې طالبانو غږ وکړ، دننه راشئ موږ هم هلته ورغلو، ډېر خلک راټول شوي وو چې له څو دقیقو وروسته یوه قاضي حکم ولوست او لس تنه یې په دُرو ووهل.»

طالبانو څه د پاسه تېره یوه نیمه میاشت کې تر ۱۶۰ زیاتې ښځې او نارینه د غلا، نامشروع اړیکو لرلو او داسې نورو تورونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې په دُرو وهلي دي.