افغانستان

بغلان کې د اور وژنې یو کارکوونکی: په هر موټر کې ۲ یا ۳ سوځېدلي مړي وو

د سالنګ تونل په اورلګېدنه کې نږدې ۶۰ لوی او کوچني موټر وسوځېدل او خلکو ته تر سل میلیون افغانیو زیات زیان ورسېد.

له درېیو ورځو وروسته له سوځېدلو موټرو د سالنګ د تونل د پاکولو کار بشپړ شوی دی؛ خو دغه لویه لا تراوسه هم د تګ راتګ پرمخ نه ده پرانیستل شوې.

په سالنګ تونل کې د سون‌توکو د لېږدوونکي موټر د اور اخیستو له امله د شنبې شپې په اورلګېدنه کې د هېواد یو شمېر وګړو ته زیات مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د بغلان د اوروژنې ادارې یو کارکوونکی چې په راپور کې یې د خپل نوم د خپرېدو اجازه ورنه‌کړه، د دې پېښې له تلفاتو د خپلو سترګو د لیدلي حال په اړه وایي: «کله چې موږ د ژغورنې لپاره کار پیل کړ، په ډېری موټرو کې دوه یا درې مړي وو. ډېر زړه بوږنوونکی وضعیت و. ان ډېری کسان سکاره شوی وو او یوازې څو ټوټې سوځېدلي غوښې پاتې وې.»

هغه وویل چې په یو شمېر مسافروړونکو موټرو کې داسې جسدونه وو چې د موټرو پر وسپنو سرېښ شوی وو او د ځان ډېری برخې یې وییلې شوې وې.

د ژغورنې ډلې یو بل غړی صفي‌الله وایي: «کله چې بلدوزرونو سوځېدلي غنم راایستل، له منځه مو یې یو بوټ پیدا کړ چې یوازې یوه ټوټه غوښه پکې وه.»

هغه همداراز د سوځېدلو موټرو د شمېر خبره وکړه او ویې‌ویل: «تر ۴۰ زیات موټر موږ د شمالي سالنګ لور ته وایستل، پاتې موټر سویلي سالنګ خوا ته وایستل شول.»

د ژغورنو ډلو کیسې ښيي چې ډېر موټر چلوونکي او مسافرین د زیات اور له امله نه دي توانېدلي چې ځان وژغوري.

فضل احمد د هرات ولایت اوسېدونکی دی چې له خپل باروړونکي موټر سره د هېواد له شماله لوېدیځ ته روان و او په دې اورلګېدنه کې یې موټر په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

هغه د دې پېښې په اړه وایي: «موږ تونل ته دننه شوو، موټر یو په بل پسې درېدل. وروسته بیا له موټرو ښکته شوو ترڅو وګورو چې څه خبره ده. کله چې ښکته شو غږ راغئ چې ټانکر اور واخیست، موږ وتښتېدو؛ خو ډېری کسانو د تېښتې لار نه لرله او موټر یې وسوځېدل.»

فریدون د یوه باروړونکي موټر چلوونکی دی چې خپل موټر یې د اورلګېدنې له امله د سالنګ تونل ته نږدې درولی و، هغه وویل: «زه له وروستۍ ګولایي چې تونل ته نږدې ده ووتم چې ناڅاپه له تونل څخه د اور لمبه او لوګی راووت او کرار کرار لمبې زیاتې شوې.»

لسګونه موټر چې په بشپړ ډول سوځېدلي وو، له تونل څخه راایستل شوي دي. دغه عیني شاهد زیاتوي چې د دې پېښې مالي او ځاني زیانونه زیات دي.

کوچنی مسافروړونکي موټر چې یوازې څو ټوټې وسپنه ترې پاتې شوې ده او له تونله بهر د سوځېدلو غنمو او ډبرو سکرو انبار په دې پېښه کې د ګڼو باروړونکو موټرو د سوځېدلو ښکارندویي کوي.

د اور پراخوالی د دې لامل شو چې طالبان د اوروژنې موټر له بغلان، کندز او سمنګان څخه د اورلګېدنې ځای ته راولي.

د طالبانو مشران هر یو دې سیمې ته ورغلي او د فیسبوک لپاره یې انځورونه اخیستي دي؛ خو کله چې د دغې پېښې د تلفاتو په اړه پوښتنه ترې کېږي، شمېرې پټوي او وایي چې په دغه اورلګېدنه کې تر ۲۰ زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي.

خو ولسي سرچینې د دې پېښې د قربانیانو شمېر نږدې سل تنه یادوي.

اخوا د دې لویې لارې تړل کېدو او د باروړونکو موټرو درېدل د دې لامل شوي چې ډېری توکي د سالنګ د سړې هوا له امله خراب او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان ورسېږي.

بله اندېښنه دا ده چې ډېری باروړونکي موټر د تونل له تړل کېدو سره له دوشاخ څخه د تونل تر خولې د سړک غاړې ته درېدلي او که تونل د تګ راتګ پرمخ همداسې تړلی وي او واورې ورېدل او توپان پیل شي، د یوې بلې غمیزې اندېښنه هم شته.