افغانستان

د جګړې جغرافیې بدلون؛ د دیورند له هغې غاړې د آمو بلې غاړې ته

په کابل ښار کې پر لوګن هوټل چې چینایي وګړي پکې اوسېدل د داعش د خراسان څانګې له بریده یوه ورځ وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړه چې ددغه هېواد پنځه وګړي په دې برید کې ټپیان شوي دي. له هغې وروسته چین له خپلو وګړو او ددې هېواد له ټولو هغو بنسټونو چې په افغانستان کې فعالیت لري وغوښتل ژرترژره افغانستان پرېږدي.

په هغه تصویري پیغام کې چې د داعش خراسان څانګې په کابل ښار کې پر لوګن مېلمستون له بریده څو ساعته وروسته خپور کړ، لیدل کېږي چې بریدګرو د منځنۍ آسیا د وګړو په فارسي لهجه خبرې کولې چې ښايي دا کسان د تاجکستان اوسېدونکي وو.

په تېرو درېیو میاشتو کې دا په کابل کې پر دیپلوماتیکو او بهرنیو اهدافو درېیم برید دی چې مسوولیت یې د داعش خراسان څانګې منلی دی. له دې مخکې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو بریدونه شوي وو.

د داعش خراسان څانګه پر دغو هدفونو په برید سره د څه په لټه کې ده؟ تر کومه بریده احتمال لري، د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ (IMU) په شان د داعش سیمه ییز متحدین په دغو بریدونو کې رول ولري؟ او ولې؟

طالبان او د سیمې ترهګرې ډلې

چین واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې د دې ډلې لوی سیاسي ملاتړی دی. دغه هېواد د پاکستان، روسیې او ایران ترڅنګ د طالبانو د راستنېدو په لومړیو ورځو کې په افغانستان کې خپل سفارت بند نه کړ. په تېر څه د پاسه یوه کال کې هم چین له هغو لومړنیو هېوادونو و چې طالبانو ته یې مالي او روغتیايي مرستې رالېږلې دي.

چین د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې له لومړنیو هېوادونو څخه و چې د طالبانو پلاوی یې دغه هېواد ته وروباله. په هغه وخت کې ویل کېدل چې طالبانو له چین سره ژمنه کړې ترڅو د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ځپلو کې مرسته وکړي.

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یا ETIM په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو تر سیوري لاندې په سیمه کې فعال و. د ختیځ ترکستان له اسلامي غورځنګ سره د طالبانو په مناسباتو کې خنډونو، دغه غورځنګ تر ډېره داعش ته نږدې کړ. داعش په افغانستان کې د خپل حضور له وخته په سیمه کې د طالبانو د ځاي خپلولو په لټه  کې دی.

له بلې خوا، د ازبکستان اسلامي غورځنګ یا IMU چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو په ۲۰۱۴ یا د ۱۳۹۳ کال د تلې په لسمه یې له داعش سره بیعت وکړ. د  ازبکستان د اسلامي غورځنګ دغې دریځ نیونې د طالبانو غوسه راوپاروله.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ په هغه وخت کې د خپلو څو مشرانو له وژل کېدو وروسته دې ته اړ شو چې له طالبانو سره بعیت وکړي.

اوس داسې ښکاري چې واک ته د طالبانو په راستنېدو، دا ډله توانېدلې د چین او ازبکستان له دولتونو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي. د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ د طالبانو او د چین او ازبکستان دولتونو ترمنځ نږدې والی د ځان د ځپلو لپاره ګڼي.

داسې ښکاري چې د چین، روسیې او ازبکستان له دولتونو سره د طالبانو اړیکې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ له غبرګون سره مخ شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي آمو ته وایي چې د داعش او ختیځ ترکستان غورځنګ ترمنځ رابطه او فکري همغږي زیاته شوې ده.

ښاغلی اندرابي له طالبانو سره د چین تودو اړیکو ته په اشارې سره وایي: «چین په لومړیو کې له طالبانو سره تودې اړیکې لرلې او له طالبانو یې وغوښتل چې له دوی سره مرسته وکړي ترڅو د ختیځ ترکستان غورځنګ (غړي) ورته وسپاري. خو طالبانو له چین سره همکاري ونه کړه او وې ویل چې د ختیځ ترکستان غورځنګ په افغانستان کې حضور نه لري. په داسې حال کې چې د حقاني شبکې دوی د بدخشان له لارې هغوي لغمان، هلمند او ننګرهار ته ولېږدول. طالبانو ژمنه کړې وه، خو حاضر نه وو چې ترهګر ونیسي. له کلیمو سره یې لوبې کړې وې، خو په دې شپاړسو میاشتو کې یې د نړیوالو ترهګرو شبکو هېڅ پېژندل شوی کس نه دی نیولی.

د افغان حکومت د دغه پخواني چارواکي په باور په طالبانو کې ځینې کړۍ له داعش بریدګرو سره همکاري لري.

هغه په دې اړه آمو ته وایي: «په طالبانو کې کوچنۍ ډلې تراوسه د بهرنیو وګړو وژل توجیه کوي او ښايي چې په دغه راز بریدونو یې همکاري کړې وي.»

پر چینايي وګړو د برید په وړاندې ددغه هېواد غبرګون

له دغې پېښې یوه ورځ مخکې په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي غوښتي و چې په افغانستان کې د چین سفارت امنیت ته لازیات پام وکړي. خو له دې برید وروسته چې له امله یې پنځه چینايي وګړي ټپیان شول، ددغه هېواد دولت له افغانستانه د ټولو چینایي وګړو د بې له ځنډه وتلو غوښتنه وکړه.

پخوانی دیپلومات نعیم پویش له افغانستانه د خپلو وګړو د وتلو په اړه د چین خبرداری یو تکتیکي او لنډمهال اقدام بولي.

هغه باور دی: «چین په دې تصمیم سره غواړي طالبانو ته ووایي چې که غواړئ چې همکارۍ درسره وکړو، باید ټول لازم تدابیر غوره کړئ. چینایان متوجه شوي چې له پاکستان او طالبانو سره د دوی اړیکې د دغه هېواد د وګړو د خوندیتوب لامل نه کېږي. زه فکر کوم دا یو تکتیکي او موقت اقدام دی. که طالبان په افغانستان کې د چینايانو د امنیت د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي چې به پر خپله پرېکړه له سره غور ورکړي.»

د کابل په شهر نو کې پر لوګن مېلمستون برید چې په دې ښار کې د چینایانو استوګن ځای دی، په تېرو درېیو میاشتو کې پر ديپلوماتیکو هدفونو د داعش درېیم برید دی.

د پاکستان پر سفارت برید

جمعه د روان لمریز کال د لیندۍ پر ۱۱ ماسپښين د پاکستان سفارت ته څېرمه له یوې ودانۍ دوو وسله‌والو کسانو کابل کې د پاکستان د سفارت پر سرپرست او شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني ډزې وکړې. د دغه برید په پایله کې د ښاغلي نظاماني ساتونکی سخت ټپي شو.

له دغه برید څخه څو ساعته وروسته د داعش خراسان ډلې د تلګرام په کانال کې په یوه بیانیه کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت پرغاړه واخیست.

داعش په دې بیانیه کې ویلي و چې په دغه برید کې یې ښاغلی عبیدالرحمن نظاماني په نښه کاوه.

کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني له دغه وسله‌وال بریده دوې ورځې وروسته یکشنبه د لیندۍ پر ۱۳ له افغانستانه ولاړ او اسلام‌اباد ته ستون شو.

کابل کې د روسیې پر سفارت برید

کابل کې د روسیې سفارت لومړنی ډیپلوماتیک بسنټ و چې داعش پرې د ترسره شوي برید مسوولیت پرغاړه واخیست. یوه ځانمرګي بریدګر د روان کال د وږي میاشتې پر ۱۴ سهار پر دغه سفارت برید وکړ. په دې برید کې د دغه سفارت د ۲ کارکوونکو په ګډون ۶ تنه مړه شول.

طالبانو له دې برید وروسته هم ژمنه کړې وه چې د ډیپلوماتانو امنیت ټینګوي. خو د پاکستان پر سفارت او کابل کې پر چینایي وګړو برید څرګنده کړه چې طالبان نه دي توانېدلي پر خپلې ژمنې عمل وکړي.

آیا موخې بدلې شوې؟

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ډېری هېوادونو خپل سفارتونه تړلي دي او یا یې له هېواده بهر ته لېږدولي دي. خو چین، روسیه، پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې کابل ته د طالبانو له بیا راتګ سره یې د خپلو سفارتونه فعالیت نه دی درولی.

په داسې حال کې چې پاکستان، روسیه او چین د طالبانو د سیمه‌ییزو ملاتړ په توګه پېژندل کېږي، داسې برېښي چې طالبان د خپلو نږدې ملاتړو د امنیت په ټینګښت کې بې وسه دي.

د کوماڼدو ځواکونه د قول اردو مخکینی قوماندان سمیع سادات آمو ته وایي چې داعش هڅه کوي د طالبانو پر ملاتړو له بریدونو سره دغه ډله کمزورې کړي. لکه څنګه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې طالبانو د امریکایي او اروپایي ديپلوماتانو او ځواکونو له په نښه کولو سره همدا تګلاره پرمخ بېوله.

سمیع سادات آمو ته وویل: «ټول کسان او استازولۍ چې داعش بریدونه پرې کړي دي ټول د طالبانو ملاتړي دي. پاکستان د طالبانو لومړی درجه ملاتړی هېواد دی. همداراز روسیه او چین. داعش له دې بریدونو سره غواړي د طالبانو او د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې کمزورې کړي. ښایي پر ملګروملتونو سازمان او مرستندویه بنسټونو هم د داعش بریدونه وشي. په دې کار سره د طالبانو بهرني ملاتړ ته زیان رسېږي او په همدې توګه به د طالبانو پروړاندې د داعش جګړه اسانه شي.»

له شمالي وزیرستانه شمالي افغانستان ته

تېرو شلو کلونو کې افغانستان پر پاکستان تل سیمه‌ییزو او نړیوالو ترهګریزو شبکو ته د پناه ورکولو تور لګاوه. د افغانستان دولت ویل چې د طالبانو د مشرانو ترڅنګ د ترهګریزو ډلو لکه د القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، جیش محمد، د تاجکستان د انصارالله غورځنګ او د نورو ډلو مشرانو مشرانو په پاکستان کې وخت تېراوه. خو داسې برېښي چې په تېر یوه نیم کال کې د دغو شبکو مرکزونه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

داسې لیدل کېږي چې د طالبانو له واکمنېدو سره د جګړې په جفرافیا کې ځینې بدلونونه رامنځته کېږي.

د افغانستان په ستراتیژیکو څېړنو کې څېړونکی حسین احساني وایي، هغه جنګیالي چې د نظام له سقوط وروسته افغانستان ته راغلي، څو ملیتي دي: «دا څو ملیتي جنګیالي د القاعدې د عربي څانګې، د هند څانګې، جیش محمد، سپاه صحابه، د چین د ایغورو، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، د تاجکستان د انصارالله په ګډون بېلابېلو ډلو په چوکاټ کې مخکې فعالیت درلود، خو اوس د طالبانو په لوړو او منځنیو کچو کې دندې ترسره کوي. دا جنګیالي د افغانستان پاسپورتونو او تذکرو د ورکولو له لارې په افغانانو بدل شوي دي. دا مسله د ګواښونو د په ګوته کولو لپاره نړۍ له جدي ستونزې سره مخ کولای شي.

له بلې خوا، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وايي چې شمالي وزیرستان په شمالي افغانستان بدلېږي.

ښاغلي نبیل امو ته وویل: «د افغانستان په شمال کې بېلابېلې ډلې ځای پرځای شوې دی. داسې ډلې چې له افغانستانه بهر او سیمه ییزو اجنډا لري. له بده مرغه افغانستان په همدې لور روان دی او دا ددې لامل شوي چې د سیمې هېوادونو اندېښنې زیاتې شي او دریځ نیول یې د تېرو کلونو په پرتله بدل شي.»

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یوه اونۍ مخکې وویل، هغه کسان چې پر نوموړي یې برید کړی و، د تاجکستان وو او همداراز یې ویلي چې د ترهګرو بریدونو مشرتابه دوشنبې ته لېږدول شوې. له بلې خوا، د داعش ډلې دوه غړي چې پر لوګن مېلمستون یې برید وکړ هم د تاجکستان وګړي وو.

په داسې حال کې چې په تېرو وختونو کې تر ډېره افغان دولت ادعا کوله چې پاکستانيان په ترهګرو بریدونو کې لاس لري، اوس داسې ښکاري چې تر ډېره د منځنۍ آسیا هېوادونو وګړي په دغه ډول بریدونو تورنېږي.

دا بریدونه چې د طالبانو رژيم پر ضد ترسره کېږي، له ترهګرو شبکو سره په اړیکو کې د دې ډلې د جدي بدلون ښودنه کوي.

داسې ښکاري چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان انصارالله غورځنګ د داعش له خراسان څانګې سره په همغږۍ د طالبانو او ددې ډلې د ملاتړو هېوادونو پرخلاف فعالیت لري.

آیا دا جغرافیايي بدلون به جګړه د دیورند له دواړو لوریو د آمو هغې غاړې ته ولېږدوي؟ طالبان به په راتلونکي کال کې له دغې ننګونې سره مخ وي.