د ژمي په رارسېدو او د هوا په سړېدو سره، اقتصادي ستونزې ددې لامل شوې چې خلک د ځانونو د تودولو لپاره غیر ستندرد سون توکي چې د روغتیا لپاره زیان رسوي، وکاروي.
د کابل ښار یو شمېر ډاکتران وایي چې په هېواد کې د یخنۍ موسم په رارسېدو سره تنفسي او ساري ناروغۍ په تېره بیا په ماشومانو کې (سینه بغل) او په لویانو کې (ټوخی او زکام) زیات شوی چې ددغو ناروغیو اصلي لامل د هوا یخني او ککړتیا بلل شوې ده.
د تنفسي ناروغیو متخصص ډاکتر فرین الله وایي چې د هوا ککړتیا په خلکو کې ددغو ناروغیو د رامنځته کېدو یو لامل دی.
هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «همداراز سړه د والګي او تنفسي ناروغیو لامل کېږي او دا ناروغي د تنفس له لارې په فضا کې خپرېږي، تنفسي سیستم ته ننوځي او سږي پرې اخته کېږي.»
د تنفسي ناروغیو دغه متخصص ټینګار وکړ چې په لویانو کې تر ډېره ټوخی په تنفسي ناروغۍ له اخته کېدو وروسته رامنځته کېږي او ددې اوږده ټوخي لامل د توبرکلوز یا نري رنځ ناروغي ده چې که یې د پرمختګ مخه ونه نیول شي، د انسان د سږو د تخریب لامل کېږي.
د کابل د هوا ککړتیا او د تنفسي ناروغیو زیاتوالی
مروه هغه مور ده چې یو کلن زوي یې د درملنې لپاره د کابل یوه دولتي روغتون ته راوستی دی.
هغه وایي: «دوې اونۍ کېږي چې زوی یې په سینه بغل ناروغۍ اخته شوی او د درملو له خوړولو او پیچکاریو له لګولو سره سره ترلاسه نه دی روغ شوی.»
د دې مېرمنې په وینا هغه د خوړو برابرولو او کور د تودوخې لپاره پیسي نه لري او ترڅنګ یې سخته سړه او ککړه هوا یې د زوی د ناروغۍ لامل شوې.
مروه وایي، ددې وس نه لري چې ماشوم یې شخصي روغتون ته ولېږدوي، ځکه لګښت یې زیات دی.
د کابل ښار یو موټر چلوونکی احسان محمدي وایي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل د هوا ککړتیا زیاتېږي او مسوولین باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
محمدي زیاتوي: «هوا په تېره بیا د شپې له خوا دومره ککړه او زیانمنونکې کېږي چې آن هېڅ اټکل یې نه کېږي. ډېری وختونه د شپې له خوا د زیات لوګي له امله لاره نه ښکاري.»
د صحي برخې متخصصین وایي چې کم عمره ماشومان او بوډاګان له نورو زیات له ککړې هوا څخه زیانمنېږي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه رسول امین وایي: «د ډبرو سکرو، لرګیو، پلاستیکي ټایرونو او نورو توکو د سوځولو له امله رامنځته شوی ګاز د هوا له رطوبت سره په تعامل غلیظ تیزابونه تولیدوي او دا توکي د انسانانو، څارویو او نباتاتو روغتیا ته زیان رسوي او جدي تنفسي ستونزې رامنځته کوي.»
دا په داسې حال کې دي چې په نړۍ کې هر کال درې میلیونه وګړي د هوا د ککړتیا له امله ژوند له لاسه ورکوي چې نوي سلنه یې په پرمختللو هېوادونو کې دي.
په ځینو هېوادونو کې د هغو کسانو شمېر چې د هوا د ککړتیا له امله ژوند له لاسه ورکوي د ترافیکي پېښو له قربانیانو زیات دی.
د تنفسي ناروغیو، نفس تنګۍ، د زړه ناروغۍ او بېلابېلو حساسیتونو په شان ناروغۍ د هوا د ککړتیا له امله رامنځته کېږي.