افغانستان

په ملګروملتونو کې د افغانستان چوکۍ د برخلیک په اړه پرېکړه د دوهم ځل لپاره وځنډول شوه

د ملګروملتونو سازمان د اعتبار لیکونو د صادرولو کمیټې د افغانستان چوکۍ طالبانو ته ورنه کړه او په دې اړه تصمیم نیول یې وځنډول.

دغې کمیتې ویلي چې د افغانستان د طالبانو حکومت او د میانمار پوځي حکومت اوسمهال د ملګروملتونو سازمان ته د ورتلو اجازه نه لري.

تمه کېږي د ملګروملتونو سازمان عمومي اسمبله چې ۱۹۳ غړي لري، دا راپور یې تایید کړي.

یو شمېر دیپلوماتانو ویلي چې د تصمیم نیولو ځنډول د دې لامل کېږي چې اوسني استازي د خپلو هېوادونو لپاره په خپلو چوکیو کې پاتې شي.

د افغانستان یو شمېر مخکیني دیپلوماتان وايي چې طالبان په تېر څه د پاسه یو نیم  کال کې د نړیوالې ټولنې په وړاندې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او له نړیوالو قوانینو یې سرغړونه کړې ده.

دا یوه پر ځای پرېکړه ده

مخکیني ديپلومات نورالله راغلي په دې اړه وویل: «د ملګروملتونو سازمان ددې پرېکړې لومړۍ پایله دا ده چې په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان مخکینی استازی له دې وروسته هم د افغانستان د خلکو له لویو ګټو ملاتړ ته دوام ورکړي او طالبان به په هېڅ ډول دې ته په پام سره چې نړیوال مقررات او قوانین یې نه دي رعایت کړي له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې نه دي پرې کړې، له تاوتریخوالي او انتحار روزنې یې لاس نه دی اخیستی، د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته یې غاړه نه ده اېښې په هېڅ توګه به په رسمیت ونه پېژندل شي. له بلې خوا، د یوه مشروع او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ وړ حکومت نه شتون په اوږده مهال او اوس د افغانانو لپاره غمېزې راوړونکي دي.»

د سیاسي چارو شنونکی شفیق الله شفیق د ملګروملتونو سازمان دا پرېکړه پر ځای بولي او وايي: «د افغانستان اوسني شرایط ښيي چې افغانستان یو قانونمند دولت، د وګړو په وړاندې ځواب ویونکی دولت او مشروع حکومت چې د ټولو قومونو او د افغاني ټولنې د بېلابېلو پرګنو استازیتوب وکړي نه لري. نو پر دې اساس کله چې یو داخلي مسوولیت منونکی حکومت ونه لري او د نړیوال نظام په کچه مسوولیت منونکی نه وي هېڅکله د ملګروملتونو سازمان له خوا د یوه رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه پېژندل کېږي.»

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د استازي د منلو او دې ډلې ته د افغانستان د استازولۍ چوکۍ سپارل دوی ته د مشروعیت وربښلو په معنی دی. په افغانستان کې واکمنه ډله د یوه دولت او حکومت ځانګړنې نه لري او نو له دې امله د ملګروملتونو سازمان پرېکړه یوه سمه او معقوله پرېکړه ده.»  

تېر کال هم د ملګروملتونو سازمان عمومي اسمبلې د برما او افغانستان د اعتبار لیکونو په اړه پرېکړې له ځنډولو ملاتړ کړی و.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې په افغانستان کې له نړیوالو په رسمیت پېژندل شوي دولت څخه واک ترلاسه کړ.

دغې ډلې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګروملتونو سازمان کې د هېواد د سفیر په توګه معرفي کړ، خو د ملګروملتونو سازمان تراوسه هغه ته د افغانستان چوکۍ د ترلاسه کولو اجازه نه ده ورکړې.

د ملګروملتونو سازمان تل ټینګار کړی، هر حکومت چې په «پوځي زور» واک ترلاسه کړي، مشروعیت نه لري. کله چې طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې پر افغانستان واکمني کوله، د پرځول شوي حکومت سفیر، هماغه شان په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه پاتې شو.