طالبانو د محمد یوسف د مړینې خبر چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ښوونکی و، له نیول کېدو شپږ میاشتې وروسته د هغه کورنۍ ته ورکړی دی.
د جوزجان ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت د درزاب ولسوالۍ د هلقاني کلي اوسېدونکی محمد یوسف د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په میاشت کې په جوزجان ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست د مرستیال قاري انصار د کسانو له خوا له خپلو درېیو دوستانو سره د دې ولسوالۍ له بازار څخه ونیول شو او یوه ورځ وروسته یې دوستان خوشي شول؛ خو محمد یوسف د پیسو د نه ورکولو له امله د طالبانو له بنده خوشی نه شو.
د محمد یوسف خپلوان وايي چې هغه ۱۵ کاله کېږي چې د دې ولایت د درزاب ولسوالۍ په ابوذر غفاري ښوونځي کې ښوونکی و او د وزګارۍ په وخت کې به یې ددې ولسوالۍ په بازار کې صرافۍ په هټۍ کې کار کاوه.
د محمد یوسف کورنۍ د آمو خبریال ته وايي چې طالبانو نوموړی له کوم لامل پرته نیولی او هغوی ته د پیسو له نه ورکولو وروسته یې شکنجه کړی او وژلی یې دی.
د هغه یو خپلوان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، آمو ټلویزیون ته وایي چې شپږ میاشتې کېږي کورنۍ یې د نوموړي په لټه کې وه او په کابل او جوزجان کې یې د طالبانو امنیتي ادارو ته مراجعه کړې وه؛ خو طالبانو پلمه ورته کړې او سم ځواب به یې نه ورکاوه.
هغه زیاته کړه: «له شپږو میاشتو وروسته طالبانو پنجشنبې د لیندۍ په لسمه د جوزجان له محکمې څخه د محمد یوسف پلار ته خبر ورکړ چې د زوی دوسیه یې تړل شوې او باید محکمې ته ورشي. کله چې د محمد یوسف کورنۍ محکمې ته ورغلې طالبانو ورته ویلي چې زوی یې پنځه میاشتې مخکې ناروغ او د طالبانو له خوا د درملنې په موخه کابل ته ولېږدول شو چې هلته وفات شوی او د کابل د شهیدانو په پارک خاورو ته سپارل شوی دی.
دا سرچینه وایي: «د استاد یوسف ورور طالبانو ته وویل چې قبر پرانیزي او غواړي چې د ورور جنازه یې جوزجان ته ولېږدوي او هلته یې خاورو ته وسپاري. وروسته طالبانو د هغه ورور ته د ټلیفون یوه شمېره ورکړه او اوس چې هرڅومره له هغه نمبر سره اړیکه نیسو، بند دی. وروسته د محمد یوسف کورنۍ بیا طالبانو ته ورغلې او ځل طالبانو ورته ویلي چې نور د نوموړي د مړینې قضیه هېره کړي او دوی یې ګواښلي دي.»
له بلې خوا، د محمد یوسف کورنۍ د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي چې طالبان دوی ته د محمد یوسف د ناروغۍ موضوع دروغ وایي. هغوی له نیول کېدو وروسته نوموړی د پیسو د نه ورکړې له امله وهلی ټکولی او د طالبانو د شکنجې په پایله کې وژل شوی دی.
د محمد یوسف یو خپلوان د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي چې ۳۷ کلن محمد یوسف څلور بچیان لري او اوس یې د کورنۍ سرپرستي پلار محمد یعقوب پرغاړه لري چې شپېته کلن او موټر چلوونکی دی، اوس ددې کورنۍ غړي له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.