د ختیځ زون خبریالان اوس هم په کاري ساحه کې وېره لري او وایي، ډېری داسې موضوعات شته چې د طالبانو له وېرې یې په اړه راپور نه شي برابرولی.
دوی دا اندېښنې ننګرهار کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کميټې له لوري د خبریالانو او اطلاعات او کلتور ریاست د مسوولینو ترمنځ همغږۍ په ناسته کې له رسنیو سره شریکې کړې دي.
خبریال محمد آصف شینواري په دې ناسته کې د خبریالانو پر وړاندې لویه ستونزه اطلاعاتو ته د خبریالانو نه لاسرسی یاد کړ.
هغه وویل، دا ډول ناستې د خبریالانو او طالب چارواکو ترمنځ واټن او د وېرې احساس کمولی شي.
ښاغلی شینواری زیاتوي: «دا ډول ناستې ګټورې دي، حالت ډېر بدل شوی اطلاعات او کلتور ریاست له موږ سره هر وخت مرسته کړې، دا ډول ناستې به فضا لا باوري کړي، خو هیله لرو چې عملي جامه ورکړل شي.»
د پوهنتون استاد او خبریال هارون هلال بیا وویل، چې خبریالان اوس هم په کاري ساحه کې له طالبانو وېره احساسوي او له همدې امله د ډېری انتقادي مسایلو په اړه راپور نه شي برابرولای.
هارون هلال زیاتوي: «خبریالان هم د ټولنې خدمت ته راوتلي، دوی ته که فضا څومره ښه شي هومره ګټه ده، د دروغو مخه به ونیول شي، ډېری خبریالان د هېواد د ابادۍ او ولس د ستونزو لپاره کار کوي ترڅو حل شي دا یوه ښه لاره ده، چې چارواکي خپلو نیمګړتیاوو ته پام وکړي.»
خبریالان زیاتوي، چې په یو شمېر ریاستونو کې اوس هم په ټيته کچه طالب سرتېرې له خبریالانو سره ناسم چلند کوي، چې همدې حالت د وېرې فضا خپره کړې ده.
دوی وایي، که حالت همداسې دوام وکړي، پر رسنیو به د ټولنې باور نور هم زیانمن شي.
ورته مهال په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کميټې مشر یوسف ظریفي هم په خپلو خبرو کې د یادو ستونزو په تړاو وویل، چې د ستونزو حل په لږ وخت کې ناشونی دی، خو زیاتوي، چې دوی به د باوري فضا د زیاتولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
ظریفي وایي، اوس هم د خبریالانو په وړاندې اقتصادي ستونزې، اطلاعاتو ته کم او یا نه لاسرسی او د دوی پر وړاندې د طالبانو ناسم چلند هغه ننګونې دي، چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ترې ځورېږي.
هغه وایي: «د ټولو ستونزو په لږ وخت کې حل کول ناشونی دی، موږ هڅه کوو، چې وخت پر وخت فضا برابره او حل لارې پیدا کړي. وخت غواړي، اوس تر ډېره برید مسایل حل دي خو ستونزې شته چې خبریالان ځوروي.»
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رییس قاري نورمحمد حنیف هم د خبریالانو ستونزو ته د پاملرنې ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه چې ټول هغه موارد به وڅاري، چې په دې ولایت کې ترې خبریالان ځورېږي او دوی ترې شکایتونه لري.
قاري حنیف زیاته کړه: «زه به ټولې ستونزې وخت په وخت له اړوندو ادارو سره وڅارم او انشاالله ډاډ درکوم چې فضا به برابروو او هېڅوک به له خبریالانو سره ناسم چلند ته نه پرېږدو، خو هیله لرو، چې ټولنیز او اسلامي اصولو ته جدي پام وشي.»
ختیځ میشتو خبریالانو دغه راز له اړوندو ادارو وغوښتل، چې دوی ته پر وخت معلومات په لاس ورکړي، څو په ټولنیزو رسنیو کې د کاذبو خبرونو مخه ونیول شي.
خبریالان وايي، د خبر جوړونې او امنیتي پېښو ته د خبري پوښښ ورکولو پرمهال له محدودیتونو سره مخ دي او له طالبانو غواړي، چې ستونزې يې ور حل کړي.