افغانستان

کونړیان په ښوونځيو کې د څښاک اوبو او ودانۍ له نشتوالي شکایت لري

د کونړ ولایت اوسېدونکي وایي په ښوونځیو کې د سرپناه او صحي اوبو نشتون د دوی د اولادونو د زده کړو پر وړاندې لویې ننګونې دي.

موږ له دغو بې ودانیو لېسو وټه پور ولسوالۍ کې د ګمبیر کټار له لېسې لیدنه وکړه، چې زده کوونکي یې له ګڼو ستونزو ځورېږي.

دوی وایي چې اولادونه یې د یوه روښانه راتلونکي لپاره د غره تر لوړو ښوونځي ته مزل کوي، خو په خبره یې اړونده ادارې ورته پام نه کوي.

سهیل چې د دې لېسې زده کوونکی دی وایي، په غره دا مزل هم له خطره خالي نه دی، لږ بې پامي له لوړو غړونو او ګړنګونو د لوېدلو لامل کېدای شي.

دی وایي چې د دوی لېسه د غره په لوړ ځای کې ده او هره ورځ د شلو کلیو زده کوونکي نږدې دوه ساعته پلی مزل کوي څو ښوونځي ته ځان ورسوي.

سهیل زیاتوي: «سخته ده سهار وختي له خوبه پاڅېږو، په ساعتونو په غره کې منډې وهو، موږ له دې نه ځورېږو چې ولې په سختۍ ښوونځي ته ځو ستونزمنه دا ده چې ښوونځی مو ودانۍ نه لري او چوکۍ او د څښاک اوبه نشته.»

عثمان بیا د دغې لېسې یو بل زده کوونکی هم د ورته ستونزو یادونه کوي.

هغه وایي، ډېری زده کوونکو د همدې ستونزو له امله ښوونځي پرېښي او ځینو بیا له دې ځایه ځانونه نورو لېسو ته بدل کړي دي.

عثمان له اړونده ادارو غواړي، چې د دوی لپاره دې د پاکو اوبو ترڅنګ د سرپناه په برابرولو کې هڅې وشي.

د کټار لېسې مدیر محمد عامر بیا د زده کوونکو د اندېښنو ترڅنګ د یو لړ نورو ستونزو یادونه هم کوي.

هغه وایي چې د ورښت او توپانونو له امله یې ښوونځی وخت ناوخته رخصت وي، ځکه چې دوی د ښوونځي لپاره سرپناه نه لري.

نوموړی زیاتوي: «موږ ډېرې ستونزې لرو، سرپناه نه لرو، استادان مو کم دي. باران چې شي نو رخصت یو دلته کوچني جوماتونه دي چې زده کوونکي پکې نه ځايېږي، که زموږ ستونزې حل شي باوري یم زده کوونکي به مو نور هم زیات شي.»

د کونړ لپاره د طالبانو د پوهنې ريس محب الله حیدري بیا وایي چې په دې ولایت کې ۴۸۵ مدرسې او ښوونځي فعال دي چې ځیني ښوونیز مرکزونه د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ترڅنګ ګڼې ستونزي لري.

هغه وایي، هڅه کوي چې له مرکزي ادارې سره په همغږۍ دا ستونزې حل کړي.

د کټار لېسې د مسوولینو په وینا په دې لېسه کې شاوخوا۴۱۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، خو د ښوونکو کمښت او زده کوونکو ته د درسي توکو نه آسانتیا هغه څه دي چې د دوی پر زده کړو یې منفي اغېز کړی دی.