افغانستان

له يوې اوونۍ ځنډ وروسته د چمن- سپين بولدک دروازه پرانیستل شوه

د دوشنبې په ورځ سهار څه باندې ۷ بجې د کندهار د سپين بولدک- چمن دروازه له يوې اوونۍ تړل کېدو وروسته د خلکو تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوه.

د چمن دوستۍ دروازه تېره يکشنبه د يوه پاکستاني پوځي له وژل کېدو وروسته وتړل شوه.

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ کميسار نورالباقي احمد وایي لاره له کوم قيد و شرط پرته د هر راز تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.

نوموړی وایي لاره دواړو غاړو ته د امنیتي تدابيرو د زياتوالي په شرط پرانیستل شوې ده.

هغه زیاتوي: «د تېري اوونۍ له پېښي د اوو ورځو په تېرېدو سپين بولدک لاره پرانېستل کېږي او خلک ورباندي ازادانه تګ راتګ کولای شي.»

د چمن-سپين بولدک پر لاره هره ورځ شا وخوا ۴۵ زره کسان تګ راتګ کوي.

اخوا، پاکستان کې بند پاتې افغانان، چې تازه د سپين بولدک له لارې هېواد ته راغلي وایي، چې لاهم د پاکستاني لوري چلند ورسره سم نه دی.

مسافر د سپين بولدک-چمن دروازې د دايمي پرانيستو غوښتنه کوي.

له پاکستانه راغلی یو کس حاجي عبدالله وايي: «پاکستان دې د سپين بولدک پر لاره اسانتياوې زياتې کړي.»

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین هم وايي، چې د سپين بولدک-چمن دروازې تړل کېدو د عامو افغانانو ترڅنګ سوداګرو ته هم زیانونه اړولي وو.

د سوداګرۍ ترڅنګ ګڼ افغانان پاکستان ته د درملنې لپاره ځي، چې ډېری وختونه د لارو د تړل کېدو له امله له ستونزو سره مخ وي.