فرهنګ او هنر

د هراتي هنرمندانو تریخ ژوند؛ تیاتر کې کار کول او ایران کې کارګري

هرات ولایت کې د تیاتر یو شمېر هنرمندان آمو ټلویزیون ته وایي چې د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي ترڅو دغه هنرمندان له هنري فعالیتونو لاس واخلي او سخت کارونه وکړي.

د تیاتر یوه لوبغاړي چې د امنیتي ګواښونو له امله نه غواړي په راپور کې يې نوم خپور شي، وايي چې د طالبانو له واکمنېدو سره، په دغه ولایت کې د تیاتر ټول فعالیتونه درېدلي دي.

هغه په دوام کې وویل، چې د طالبانو له راتګ مخکې ۹ تنو په رسمي او ۴۵ تنو په افتخاري توګه د هرات ولایت په تیاتر کې فعالیت درلود؛ خو د طالبانو واکمني او د دې ډلې له خوا لګول شوي محدودیتونه د دې لامل شوي چې د سینما شپږ تنه رسمي او ۴۵ افتخاري کارکوونکي ګوښه شي او د هغوی یو شمېر هېواد پرېښی دی. 

هغه زیاته کړه: «طالبانو د خپل تبلیغ لپاره څلور میاشتې مخکې د لنډ فلم فسټیوال جوړ کړ چې د دې جشنوارې پایله، د هنرمندانو پېژندل کېدل او ځپل وه.»

رقیه حسن‌زاده چې اته کاله یې په سینما کې فعالیت لرلی او په لسو سریالونو او فلمونو کې یې کار کړی دی، وایي چې د طالبانو له راتګ او پر ښځو د دې ډلې له محدودیتونو سره، اړ شوې ده ترڅو ایران ته کډواله شي.

دغې هنري فعالې په دوام کې وویل: «د کورنۍ مسوولیت زما پرغاړه و، طالبان راغلل او خپله دنده مې له لاسه ورکړه، اړ شوم ایران ته کډواله شم، په ایران کې په یوه هوټل کې صفاکاري کوم ترڅو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم.»

کامران کاوش د سینما یو بل کارکوونکی دی چې لس کاله یې په تیاتر کې په رسمي توګه کار کړی و، وایي چې په درېیو اوږدو فلمونو، تر لسو زیاتو لنډو فلمونو او درېیو سریالونو کې یې رول لوبولی دی.

ښاغلي کاوش په دوام کې وویل چې د طالبانو فشار او محدودیتونه د دې لامل شوي چې هغه افغانستان پرېږدي او ایران ته کډوال شي. هغه اوس په ایران کې سخت کارونه کوي.

د سینما یو بل کارکوونکی محمد یعقوب شاه امیني چې ۴۳ کاله یې د سینما په برخه کې کار کړی دی، وایي چې له یوه کال راهیسې، سینمایي فعالیتونه کم شوي او په سینمایي فعالیتونو او د موسیقي په خپرولو کې ښځو ته د حضور اجازه نه ورکول کېږي.

هغه چې اوس د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره یوټیوب چینل کې فعالیت لري وایي: «سینما کې ۴۳ کاله زیار له خاورې سره خاورې شو.»

۱۸ کلن سهیل یو بل سینماګر دی چې له لس کلنۍ سینما ته دننه شوی دی او په ۱۵ اوږدو او لنډو فلمونو او ۴۰ فسټیوالونو کې یي رول لوبولی دی.

هغه وایي: «له بدلون وروسته، اړ شوم پاکستان ته ولاړ شم. شپږ میاشتې مې په پاکستان کې په وانیو کې صفاکاري وکړه. ایران ته ولاړم، اوس په هرات کې یم او د خپلو لګښتونو د برابرولو لپاره سختو کارونو ته اړ یم.»

هرات کې تیاتر د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د شاه امان‌الله په دوره کې د هغه وخت د پوهنې رییس صلاح‌الدین سلجوقي او د پوهنې وزارت د مرستیال عبدالواحد بهره له خوا جوړ شو چې د پوهنې پیغام یې درلود؛ ځکه په هغه موده کې د هرات اوسېدونکو، ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو لېږلو لپاره لېوالتیا نه لرله.

د ۱۳۰۱ کال په غویي میاشت کې عبدالواحد بهره، هرات کې د لومړي ځل لپاره یوه روزنیز ډرامه ترسره کړه او دغه نمایش‌نامه د دې لامل شوه ترڅو ۱۵ زره تنه په ښوونځيو کې جذب شي.

هرات کې د تیاتر ودانۍ د ۱۳۹۴ کال په وروستیو کې د هرات د ښاروالۍ له خوا د ښار د پراختیا لپاره تخریب شوه چې د سینماګرانو په وینا تر اوسه تیاتر ودانۍ نه لري او د جمهوریت په دوره کې هم د تیاتر پروګرامونه په هرات ښار او کلیو کې په ګرځنده توګه ترسره کېدل.

د هرات د سینما کارکوونکو په هغه موده کې، د جمهوریت دغه اقدام د طالبانو د لومړۍ دورې د کړنې تکرار وباله.

د هرات سینما په ۱۳۷۵ کال کې د طالبانو له خوا تخریب او د سینما په ځای یې پکې یو جومات جوړ کړ چې تر اوسه هراتیان له سینما څخه بې‌برخې دي.