افغانستان ښځې

عمومي حمامونو او ورزشي کلپونو ته د ښځو تلل منع شول

طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو په دوام، اوس په یوه تازه اقدام کې سپورتي کلپونو، عمومي حمامونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو ورتګ منع کړی دی.

د طالبانو دغې نوې پرېکړې د یو شمېر مېرمنو غبرګونونه راپارولي او وايي چې یوازې ښځې د طالبانو ستونزه ده.

اخوا، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر د دغه نوي فرمان په اړه وویل: «په تېرو ۱۵ میاشتو کې یو لړ ستونزو ته په پام سره، دا تصمیم ونیول شو چې ښځې، عمومي حمامونو، سپورتي کلپونو او پارکونو ته منع شوې.»

مهاجر په دې اړه د لازیاتو مالوماتو له ورکولو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې اوسمهال ددغو ځایونو د پرانیستو په اړه کوم تصمیم نه دی نیول شوی.

ښځې پخوانیو کلونو ته ستنې شوې

د کابل یوه اوسېدونکې نرګس وایي: «زه ددې خبر په اورېدو سره سخته خواشینې یم چې طالبانو دا ډول اقدام کړی. ښځینه عمومي حمامونو د مېرمنو لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي وې او ټولې ښځې چې حمامونو ته تلې، اسلامي حجاب به یې درلود او اوس د طالبانو په دې عمل سره افغان مېرمنې پخوانیو کلونو ته ستنې شوې.»

د کسبګرو د عمومي ریاست د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د عمومي حمامونو شمېر یو زر او ۱۳۶ ته رسېږي چې شل سلنه یې د ښځو عمومي حمامونه وو.

له بلې خوا، ډېر مېرمنې د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي په موخه سپورتي کلپونو ته ځي ترڅو له ښې روغتیا برخمنې وي؛ خو ورزشي کلپونو ته د ښځو د تلو په وړاندې د طالبانو محدودیت دوی سختې حیرانې کړې دي.

حسنا رووفي چې په یوه سپورتي کلپ کې یې ورزشي تمرینات کول، د طالبانو ددې تصمیم په غبرګون کې وايي: «د سپورتي کلپونو او تفریحي ځایونو تړل، له روحي او جسمي پلوه پر ښځو منفي اغېز لري. ډېری مېرمنې د ډاکترانو په سپارښتنه ورزشي کلپونو ته ځي ترڅو په بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو مخنیوی وکړي.»

هغې زیاته کړه چې د ښوونځیو د تړلو او خپلو دندو ته د ښځو د مخنیوي ترڅنګ، د طالبانو دغه نوي اقدام د ښځو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

نجما نوري په کابل کې اوسېږي او باوري ده چې د طالبانو له خوا د عمومي ځایونو تړل، د ښځو د لومړنیو حقونو ترپښو لاندې کول دي.

نوري وایي: «دا محدودیتونه ددې لامل کېږي چې په ټولنه کې د ښځو فعالیت کم شي او دوی له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شي، په اصل کې طالبان په خپلو دغه ډول کړنو سره ښيي چې نه غواړي ښځې په ټولنه کې خپلواکې وي او فعالیت وکړي.»

د ښځو دا ډول حذفول سیستماتیک چلند دی

د کابل یوه بله اوسېدونکې حبیبه په دې باور ده چې طالبان له ټولنې د ښځو د بشپړ حذفولو په لټه کې دي.

هغه وایي: «په داسې حال کې چې ښځې په ټولو موردونو کې حجاب مراعات کوي، دغه نوی اقدام د ښځو په حق کې جفا ده. زه له طالبانو غواړم چې زموږ د کار او ټولنیزې آزادۍ حق را څخه وانخلي.»

په کابل کې د ښځو حقونو فعاله مریم معروف آروین هم په دې هکله وايي: «افغان مېرمنې له پخوا زیات له محرومیت سره شوې او د خپل ټولنیز ژوند او کار د دین، دود او شریعت په شان ابزارو سره تجربه کوي. دا موضوع د اندېښنې وړ ده، که طالبان د افغان مېرمنو د اسلامي او بشري حقونو پر خوندیتوب باوري دي، باید په هدفمنده توګه د ښځو له حذفولو ډډه وکړي.»

دا په داسې حال کې دي چې څه موده مخکې، د هغه لیک له مخې چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا خپره شوه، ښځې د نارینه وو په حضور کې تفریحي ځایونو ته نه شي تلای او د بابر بڼ په شان تفریحي ځایونو کې له نارینه وو د ښځو برخې د پردو په لګولو سره جلا شوې دي.