افغانستان

کابل نیوز ټلویزیون له ۱۰ کلونو وروسته خپل فعالیت بند کړ

د هېواد د بېلابېلو رسنیو د ستونزو او د هغوی د تړل کېدو په دوام کې اوس په ترټولو تازه مورد کې تر لسو کلونو له زیات فعالیت وروسته په پلازمېنه کې د کابل نیوز ټلویزیون مسوولانو نن د ستونزو او هغو ننګونو له امله چې په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي خپل فعالیت بند کړ.

د کابل نیوز یو کارکوونکي، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې د جمهوریت له سقوط وروسته دغه رسنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ وه او نن یې په رسمي توګه خپل فعالیت درولی دی.

هغه په دوام کې وویل: «افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نورو رسنیو ترڅنګ کابل نیوز هم له ګڼو ستونزو سره مخ و. د سیاسي ستونزو ترڅنګ پر رسنیو د محدودیتونو لګول د کابل نیوز د تړل کېدو له اصلي عواملو څخه و چې نن یې د سقوط شاهد یو.»

د کابل نیوز دغه کارکوونکي زیاته کړه: «د کابل نیوز له سقوط سره کابو ۶۰ هم ښځینه او نارینه کارکوونکي وزګار شول.»

د پخواني ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم د کابل نیوز ټلویزیون د امتیاز خاوند او بنسټ اېښودونکی و. دغه رسنۍ ځانګړې تګلاره لرله او بودیجه یې د حامد کرزي د دفتر له خوا ورکول کېده.

د شمېرو له مخې د جمهوریت له پرځېدو وروسته افغانستان کې د بېلابېلو ستونزو له امله ۴۸ سلنه تصویري او غږیزې رسنۍ تړل شوې دي.