کابل کې ځیني کتاب پلورونکي او خپروونکي، د بازار له نشتون او د خپل کار له ځوړتیا شکایت لري. د دغو خپروونکو په وینا، د جمهوریت له سقوط وروسته هغوي له پرځېدو سره مخ شوي دي.
تېرو څو میاشتو کې کابل ښار او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ډېرو کتاب پلورنځیو دروازې تړل شوې دي. د کتاب پلورنځیو د وضعیت د ځېرلو لپاره کابل کې د کتاب پلورنځیو عمده او پرچون بازارنو ته ولاړو او له ځینو خپروونکو سره په خبرواترو کې مو د هغوی د ستونزو په اړه ترې وپوښتل.
د کتابونو واردات کابو صفر ته رسېدلي
کابل کې د کتابونو واردوونکی او خپروونکی قاسم فرزام وايي: «د جمهوریت له سقوط وروسته، د کتاب پېردونکو د پام وړ کموالی موندلی دی. له بدهمرغه موږ شاهد یو چې ګڼو کتاب پلورونکو خپل کار درولی دی او چاپ خونې نیمایي تړلې دي.»
هغه د دې مورد اصلي لامل د خلکو د عاید کموالی او د کتاب په پېرلو کې بېوسي بولي او وایي: «د جمهوریت له سقوط وروسته، ډېری لیکوالانو هېواد پرېښی دی او د لیکلو لپاره انګېزه نه لري. خپروونکي هم د نوي کتاب د خپرولو وس نه لري. دا ستونزې د دې لامل شوې چې افغانستان کې د کتاب پلورونکو او خپروونکو شمېر هره ورځ کم شي.»
کابل کې د کتابونو دغه واردوونکي په دوام کې هېواد ته د کتاب د وارداتو او صادراتو په برخه کې د ستونزو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویېویل: «یو نیم کال تېر شوی، نه یو توانېدلي هېڅ هېواد ته کتاب صادر کړو. په دې موده کې، د کتابونو واردات هم نږدې صفر ته رسېدلي دي. د کتابونو بیه لوړه شوې او واردات یې هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.»
هغه زیاته کړه: «تېر یوه کال کې د کتابونو پر وارداتو مالیه لوړه شوې او ترڅنګ یې د ځینو کتابونو د چاپ منع کولو هم د کتاب پر بازار ناوړه اغېزه لرلې ده.»
اقتصادي ستونزو کتاب ویلو ته وخت نه دی پرېښی
یو کتاب پېردونکی عبدالکریم جویا چې د کتاب پېرلو لپاره د کابل جوی شیر ته راغلی او د خپلې خوښې کتاب په لټه کې دی، وایي چې مخکې یې په هره میاشت کې دوه کتابونه پېرل؛ خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله د کتاب پېرلو وس نه لري.
د کابل دغه اوسېدونکي ټینګار کړی: «اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې د کتاب ویلو لپاره انګېزه ونه لرو. زه له مطالعې سره ډېره مینه لرم؛ خو وزګاري او کمزوری اقتصاد د دې لامل شوی چې د پخوا په څېر کتاب ونهشم پېرلای.»
خلک خپل شخصي کتابتونونه پلوري
محمد نعیم پیام په جوی شیر سیمه کې د کتاب پلورنځیو په بازار کې یو کتاب پلورونکی دی. هغه د جمهوریت له پرځېدو وروسته له کتاب سره د خلکو د لېوالتیا د کمېدو په اړه وایي: «له بدلونونو وروسته، پوه او وړ څېرې له هېواده وتلې دي. زموږ پېردونکي د پوهنتونونو استادان او محصلین وو چې له بدهمرغه د جمهوریت له سقوط وروسته یې هېواد پرېښی دی. کوم چې پاتې هم دي، له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ډېرو یې د خپلو شخصي کتابتونونو کتابونه هم پلور ته اېښي دي.»
هغه د خصوصي پوهنتونونو خراب وضعیت، د نجونو ښوونځیو تړل او د مامورینو وزګارتیا هغه عوامل ګڼي چې د کتاب پلورلو او کتاب لوستلو بهیر ته یې زیان رسولی دی.
کتاب پلورونکي د بلې دندې په لټه کې دي
محمد حسن شریعتي کابل کې د عرفان خپرندویې ټولنې مدیر مسوول دی. هغه ۱۹ کاله کېږي چې افغانستان کې د کتاب پر خپرولو بوخت دی.
دغه خپروونکی وایي: «د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د کتاب بازار له ځوړتیا سره مخ شوی دی. له سهاره تر ماښامه دوه پېردونکي نه لرو. هغه هم هغه کسان دي چې یا د کیسو کتابونه پېري یا هم د خپلو زدهکړو د پایلیک لپاره سرچینې ته اړتیا لري؛ که نه، هېڅوک هم کتاب پسې نه ګرځي. د کتاب پلورلو بازار په ټول افغانستان کې خراب شوی دی.»
شریعتي د دې په بیانولو چې محصلینو او لوستو کسانو د کتاب ویلو انګېزه له لاسه ورکړې ده وویل: «د خلکو اقتصاد خراب دی. هغوی د کتاب د پېرلو وس نه لري. ډېری کتاب پلورونکو خپل فعالیت درولی او کم شمېر چې پاتې دي، د دې په لټه کې دي چې یو بل کار پیدا کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت له سقوط وروسته ډېری غوره کسانو هېواد پرېښي دی او کوم کسان چې پاتې هم دي، د کتاب پېرولو مالي وس نه لري. د بېوزلۍ زیاتوالی، بېبرخلیکي او وزګارتیا د دې لامل شوي چې د خلکو لومړیتوب بدل شي او کتاب د کورنیو د اړتیاوو په نوملړ کې هېڅ ځای ونه لري.
وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لیدلوری هم ولرو؛ خو له پرلهپسې اړیکو سره سره بریالي نه شوو چې د دغه بنسټ لیدلوری ولرو.