هند د افغانستان نوی سرپرست سفیر ومانه. دغه اقدام له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی. یو شمېر شنونکي وايي چې دا پرېکړه به د افغانانو په ګټه تمامه شي، خو ځینې نور بیا باور لري چې دا کار به یوازې د طالبانو په ګټه وي او پر هند یې نیوکې کړې دي.
بلخوا، د طالبانو د سفیر منل د پاکستان حساسیتونه هم راپارولي دي، او ویل کېږي چې اسلاماباد دغه ګام د خپلې سیمې د سیاست له پلوه د اندېښنې وړ بولي
