ننګرهار کې د مالي امکاناتو د نشتون او د کمروزي اقتصاد له امله ګڼې خصوصي رسنۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
په دې ولایت کې په تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۰ خصوصي ټلویزیونونه او راډیوګانې تړل شوې دي.
په دې ولایت کې د ازادو راډیوګانو د ټولنې مشر شفیقالله رحماني وایي، د تیر حکومت پرمهال ننګرهار کې شل (افاېم) خصوصي راډیوګانو فعالیت درلوده. چې اوس یوازې ۱۳ یې فعالې دي.
رحماني وایي له تیر یوه کال راهیسې په ننګرهار کې ۷ غږیزې، درې انځوریزې او ګڼې چاپي رسنۍ د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوې دي.
نوموړی وایي د یادو رسنیو له تړل کېدو سره لسګونه ښځینه او نارینه ژورنالیستان وزګار شوي دي.
رحماني زیاتوي: «په تېر حکومت کې د رسنیو برخه فعاله وه شاوخوا ۲۰ افاېم رادیوګانو فعالیت درلود، خو د طالبانو له راتګ وروسته یوازې یې ۱۳ فعالیت لري او که پاملرنه ورته ونه شي پاتې رسنۍ به هم وتړل شي.»
په ننګرهار کې د رسنیو مسوولین هم د طالبانو په اوسنۍ اداره کې له لوړې مالیې شکایت کوي او وایي، ډېری رسنۍ د لوړې مالې د ورکولو وس نه لري او همدا د ګڼ شمېر رسنیو د تړل کېدو لامل دی.
محمد ګلاب توحيد ننګرهار کې د اصلاح غږ راډیو مسوول دی. هغه وایي که یې اوسنۍ اداره لږ لاسنیوی وکړي نو بېرته به خپله رسنۍ فعاله کړي.
په دې ولایت کې د رسنیو کاروکوونکي وایي، له کله راهیسې چې د رسنیو مالي امکانات کم شوي ډېری ژورنالستان بې دندې شوي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سمیعالله چې اوسمهال د یوې خصوصي راډیو کارکوونکی دی وایي له تېر یوه کال راهیسې په وړیا توګه کوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي اړ دی دا برخه پرېږدي او د خپل ژوند د پرمخ وړلو لپاره نورو کارونو ته مخه کړي.
دوی د ژورنالېستانو له ملاتړو ادارو غوښتنه کوي، چې د دوی ملاتړ وکړي.
نوموړی وایي: «ما مخکې په تېر حکومت کې همدلته کار کاوه یو څه ترلاسه کېدل خو اوس بیخې څه نشته یو کال کېږې زه مفت کار کوم او هېڅ معاش نه اخلم.»
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې په خپله ترسره کړې څېړنه کې وویل، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، ۴۸ سلنه (انځوريزې ، غږیزې او انلاین) رسنۍ تړل شوي دي.
د دغې څېړنې په پایله کې راغلي، چې د جمهوریت پرمهال ټول افغانستان کې ۳۰۵ راډیوګانو فعالیت درلود او اوس په هېواد کې د فعالو راډیوګانو شمېر ۲۰۴ ته کم شوی دی.
همداراز افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې په هېواد کې ۱۵۰ ټلویزیوني شبکې فعالې وې چې اوس ۷۸ ټلویزیونونو ته کم شوي دي.
د څېړنې له مخې د جمهوریت په موده کې ۹۰ سلنه چاپي رسنیو فعالیت درلود چې اوس یې شمېر ۱۴ چاپي رسنیو ته رسېدلي چې هغوی هم په انلاینه توګه فعالیت کوي.
له دغې څېړنې د لاسته راغلو پایلو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ۶۸ سلنه رسنیزو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، چې له دې منځه ۸۲ سلنه نارینه او ۱۸ سلنه یې ښځې دي.