افغانستان

د ژوندانه له سختیو د راضیې دردوونکې کیسه

راضیې ۹ کاله مخکې خپل خاوند کابل ښار کې په یوه ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړ. نوموړي له هماغې مودې راهیسې د خپل کورنۍ مسوولیت پرغاړه لري.

هغه په داسې حال کې چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، وتوانېده په دارالمعلمین کې زده‌کړې وکړي او په یوه ښوونځي کې پر درس ورکولو بوخته شي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي؛ خو اوس واک ته طالبانو له بیا رسېدو سره یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده.

راضیه چې اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ ده وایي: «کله چې زما خاوند ووژل شو، مشر وزی مې ۹ کلن و او ګڼې ستونزې مې ګاللې. کله چې ښوونځیو او دفترونو ته د دندې موندلو لپاره ورتلم، راته ویل یې چې ته یوازې له دوولسم ټولګي څخه فارغه یې. اړ شوم ترڅو د ستونزو په زغملو سره دارالمعلمین ووایم؛ ځکه ښوونکې کېدو ته مې زیاته لېوالتیا لرله.»

راضیه وایی، چې شپږ کاله یې د ښوونکې په توګه کار کړی دی او سره له دې چې دا کار ورته ستونزمن و، خو ناچاره وه چې ویې زغمي.

هغه چې هیله‌منه ده اولادونه به یې یوه ورځ خپل هېواد ته بریالۍ کسان شي ویې ویل: «سره له دې چې له لسګونه ستونزو سره مخ شوم؛ خو هېڅکله مې پر خپلو اولادونو فشار نه دی راوستی ترڅو ناوړه اغېز پرې ونه‌کړي. هڅه مې کوله د خپلو اولادونو اړتیاوې پوره کړم ترڅو هغوی په ډاډه توګه درس ووایي.»

د کورنۍ د دغې سرپرستې ټولې هیلې د طالبانو له بیا راتګ سره له خاورو سره خاورې شوې او اوس د خپلو اولادونو راتلونکی ورته تیاره برېښي او وایي: «مخکې مې فکر کاوه چې ستونزې کمې پاتې دي او ښې ورځې راتلونکې دي؛ خو اوس ناهیلې شوم. اولادونه مې هم د زده‌کړو له دوام څخه زړه‌توري شوي؛ ځکه ویني چې د هېواد راتلونکی روښانه نه دی او لوستي کسان په ټولنه کې کوم مقام نه لري.»

افغانستان کې راضیه او زرګونه پلرونه او میندې په دې ورځو کې د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن دي. هغوی وایي، چې د د جمهوریت په پرتله د هغوی ستونزې څو برابره زیاتې شوې دي او د دغه وضعیت دوام نور نه شي زغملای.

هغه په اښلنو سترګو له نړیوالې ټولنې غواړي، چې اجازه ورنه‌کړي د افغان نجونو او هلکانو هیلې او موخې له خاورو سره خاورې شي.

راضیه دوام ورکوي: «شته ستونزو زما پر زوی ناوړه اغېزه کړې. د ځوانانو غوښتنه دا ده چې امکاناتو ته لاسرسی ولري؛ خو کله چې زوی مې زموږ په ژوند کې نیمګرتیاوې ویني، ډېر کړېږي او دا زما لپاره دردونکې ده.»

د افغان ځوانانو اصلي ستونزه، راتلونکي ته اندېښنه

د راضیې مشر زوی فیصل ۱۸ کلن دی هغه وایي، په دې انګېزه درس وايي چې یوه ورځ د خپلې مور پر ټپونو پټۍ وګرځي او د زده‌کړو له لارې خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت وکړای شي؛ خو اوس یې د درس ویلو لپاره خپله انګېزه له لاسه ورکړې ده.

فیصل ټینګار وکړ: «د رژیم له بدلون وروسته مې خپله انګېزه په بشپړ ډول له لاسه ورکړه. درس نه شم ویلای؛ ځکه راتلونکي ته اندېښمن او ناهیلی یم.»

د راضیې لور زحل د ښوونځي په نهم ټولګي کې وه او اوس یو کال کېږي چې طالبان هغې او ټولګیوالو ته یې ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکوي.

زحل وایي: «هغه ورځ چې خبره شوم نور ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرم ډېره ناهیلې شوم. دا زما لپاره دردونکې ده. داسې احساس کوم چې ژوند نور مانا نه لري. ټولې هیلې مې له منځه تللې دي. یوازې د دې په هیله ژوندۍ یم چې یوه ورځ وکولای شم بېرته ښوونځي ته ولاړه شم.»

راضیه یوه له زرګونو ښځو څخه چې خپل سرپرستان یې لاسه ورکړي او د ژوند مسوولیت په یوازیتوب سره پرمخ وړي. څلور لسیزې جګړې ګڼې کورنۍ له ورته برخلیک سره مخ کړې دي؛ هغه برخلیک چې هره ورځ تکرارېږي.