افغانستان

کندز او تخار کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی

کندز ښار کې یو کارګر ماشوم.

سره له دې چې د هېواد په شمال‌ختیځ کندز او تخار کې د کارګرو ماشومانو کره شمېر نشته، خو یو طالب چارواکي د دغو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی تاییدوي او وایي یو شمېر بنسټونو له دغو ماشومانو سره د مرستې لپاره د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.

په دې لړ کې هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته او د زیات شمېر کارخونو او بنسټونو له تړل کېدو سره سم د کار د پام وړ له کموالي سره، په دې ورځو کې د کندز او تخار پر واټونو د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

کندز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع‌الله روحاني وایي: «هېواد کې د نظام بدلون ته په پام، اسلامي امارت (د طالبانو اداره) د ټولنې په بېلابېلو سطحو کې ځینې پروګرامونه لري. موږ د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ هڅه کوو چې د دغو ماشومانو له کورنیو څخه ملاتړ وکړو.»

په مخکیني حکومت کې هم د کارګرو ماشومانو شمېر د پام وړ و. د جمهوریت نظام د شمېرو له مخې، د کندز پر واټونو تر زرو زیاتو ماشومانو سخت کارونه کول.

د تخار ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس سیف‌الله مبارز هم تخار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر د زیاتوالي له تایید سره وايي: «په دغه ولایت کې تر اوسه یوازې یونیسف موسسې له کارګرو ماشومانو سره مرسته کړې ده او نورو بنسټونو هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.»

د کارګرو ماشومانو کیسه

ډېری دغه ماشومان له سختو کارونو سره په کم عاید د خپلو څو کسیزو کورنیو مسوولیت پرغاړه لري.

د هغوی غوښتنه د مناسب کار او زده‌کړو رامنځته کول ده.

سمیر یو له هغو ماشومانو دی چې د کندز پر واټونو د خلکو بوټان رنګوي.

کندز ښار کې کارګر ماشوم.

هغه وایي چې د یوې ۱۱ کسیزې کورنۍ مسوولیت د ده او د هغه د دوو وروڼو پرغاړه دی.

هغه زیاتوي: «زه هر ورځ له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو کار کوم او یوازې یو څو دانې وچې ډوډۍ پرې کېږي او بس.»

کندز ښار کې د سمیر په څېر لسګونه نور ماشومان هم پر بېلابېلو کارونو بوخت دي. دغه کار هغوی ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځیو ته ولاړ شي.

تالقان ښار کې هم وضعیت له کندز سره ډېر توپیر نه لري. په دغه ښار کې د واټونو ماشومان په بېلابېلو کارونو کم عاید لاسته راوړي.

یو له دغو ماشومانو معلول دی او سترګې یې له یو بل سره توپیر لري یعني یوه «ابي» او بله «شنه» ده، او خپل د خبرو کولو وس نه لري.

د تخار په تالقان ښار کې یو کارګر ماشوم.

محمد هغه ماشوم دی چې هره ورځ له دغه ماشوم سره یوځای دی د هغه په اړه وايي: «هغه په لوړ همت په بازار کې کار کوي او هره ورځ تر نورو ماشومانو زیات بوټان رنګوي او پيسې پيدا کوي.»

یو بل ماشوم ابراهیم وایي، پلار یې ناروغ دی او کار نه کوي او ابراهیم او مور یې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره کار کوي.

هغه زیاتوي: «له سهاره تر ماښامه د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره پلاستیک پلوري.»

د تخار اوسېدونکي هم په تخار کې د کارګرو ماشومانو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او وایي مسوولان باید د دغو ماشومانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او له کورنیو یې باید ملاتړ وشي.

د تخار اوسېدونکی امید وایي: «که په ښار کې د کارګرو ماشومانو وضعیت ته پاملرنه ونه شي له هغوی څخه به په مافیایي کارونو کې کار واخیستل شي.»

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا د یونیسف د راپور له مخې افغانستان کې ۲۴ میلیون تنه بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغه سازمان په وینا په دغه شمېر کې شامل ۱۳ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.