افغانستان

پنجشېر کې د ۴۳ نیول شویو ملکیانو بې برخلیکه وضعیت

ځایي سرچینې وایي، د پنجشېر په عبدالله خېلو دره کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د وروستیو څلورو اوونیو په نښتو کې، لږ تر لږه ۴۳ ملکي وګړي د طالبانو له خوا نیول شوي او تر اوسه یې برخلیک روښانه نه دی.

د سیمې کابو شپږ اوسېدونکي او د نیولو شویو کسانو خپلوان چې د کورنۍ غړو بندي کېدو او د طالبانو له خوا د غچ اخیستو له ویرې نه غواړي په رپوټ کې یې نوم واخیستل شي، آمو ته د دغو کسانو بندي کېدل تایید کړي دي.

د دغو اوسېدونکو په وینا ډېری دغه کسان له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

د سیمې یو اوسېدونکی چې ورور او د تره زوی یې له طالبانو سره دي وایي: «سیمه کې له جګړې وروسته طالبانو دواړه (ورور او د تره زوی) ونیول او تر اوسه یې په اړه هېڅ خبر نه لرم.»

د سیمې بل اوسېدونکی وایي، چې د کورنۍ څو غړي یې له طالبانو سره دي او «هره ورځ شکنجه کېږي.»

هغه زیاتوي، چې طالبانو د یوې میاشتې مخکې له نښتو وروسته یو شمېر ملکیان نیولي او شکنجه کوي یې.

د طالبانو له خوا د یوه نیول شوي کس احمدالله خپلوان وايي، احمد ۶۰ کلن دی او د جګړې توان نه لري؛ خو نن د طالبانو په بند کې دی او د برخلیک په اړه یې هېڅ خبر نه نشته.

د خوشي کولو په بدل کې باج اخیستل

د نیول شویو کسانو یو شمېر خپلوان طالبان د دوی کورنۍ د غړو د خوشي کولو په بدل کې پر باج اخیستو تورنوي.

د یوه زنداني د کورنۍ غړی وایي: «ورور مې طالبانو نیولی. هره ورځ شکنجه کېږي. زما د ورور د خوشي کولو په بدل کې له موږ څخه وسلې غواړي.»

یوه بله سرچینه وايي ورور یې له څو ورځې زنداني کېدو وروسته د یوه میل وسلې په بدل کې خوشی شوی دی.

هغه په دوام کې وایي: «ورور مې یې ونیوه او وسله یې رانه وغوښتنه. اړ شوم خپل څاروي وپلورم ترڅو وسله ورته وپېرم او هغوی (طالبانو) ته یې ورکړم او ورور مې خوشی شو.»

یوه بله سرچینه چې د خور خاوند یې د طالبانو له خوا نیول شوی وایي: «اوښی مې یې څو ورځې مخکې له خپل کوره ونیوه. له څو ورځو وروسته یې خبر راکړ چې دوه میله وسلې راوړئ ترڅو خوشی یې کړو.»

د مدني ټولنې فعاله ترانه ادیب وایي طالبانو په پنجشېر تل له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

اغلې ادیب وایي: «طالبانو د مقاومت جبهې پروړاندې له هرې ماتې وروسته ملکیان نیولي دي او غواړي د مقاومت پروړاندې خنډ رامنځته کړي.»

پنجشېر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرت‌الله ملکزاده له څو ځله اړیکو سره سره په دې اړه ځواب ویلو ته حاضر نه شو.

له دې مخکې آمو ټلویزیون په پنجشېر، بغلان، کاپيسا او پروان کې د ملکیانو د نیولو په اړه رپوټونه خپاره کړي دي چې وروستی مورد یې د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د ۱۷ ملکیانو نیول دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ افغانستان کې د ملګرومتلونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) پنجشېر کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو د سرغړونې د څېړنو لپاره د یوه سیاسي پلاوي له رالېږلو خبر ورکړی و.