افغانستان

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته نږدې یوه جومات کې چاودنه

طالبان وايي چې نن چهارشنبه له غرمې وروسته د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت ته نږدې پر یوه جومات برید شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، چې په دغه برید کې د دې وزارت کارکوونکي او هغه کسان چې دغه وزارت ته ورځي لمانځه ته ورتلل.

د هغه په وینا دغه جومات د دې وزارت اصلي جومات نه دی.

هغه وایي چې د دغه برید په اړه تر اوسه نور مالومات نشته.

په همدې حال کې سرچینې په دغه برید کې له زیاتو تلفاتو خبر ورکوي.

په هغو درېیو انځورونه کې چې د آمو لاس ته رسېدلی دی د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې امبولانسونو او یو مړی هم لیدل کېږي.

کابل کې د ایمرجنسي روغتون وایي، چې د طالبانو د کورنیو چارو په وزارت کې په یوه جومات کې له چاودنې وروسته، ۱۸ ټپیان او دوه مړي دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه روغتون وایي، چې ۱۶ تنه ټپیان تر درملنې لاندې دي او دوه تنه نور رخصت شوي دي.

د دغه روغتون په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه د ځانمرګي برید له امله وه او ښایي دغه روغتون ته د لېږدول شویو ټپیانو شمېر زیات شي.

د دغې خبرپاڼې له مخې د دې پېښې یو شمېر ټپيان د ښار نورو روغتونونو ته هم لېږدول شوي دي.

تېره یوه اوونۍ کې دا په کابل کې دویمه چاودنه ده. پنځې ورځې مخکې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز برید وکړ، چې په پایله کې یې کابو ۵۰ تنه مړه او تر ۸۰ زیات ټپیان شوي دی.