د پاکستان تحریک انصاف ګوند د شنبې په ورځ د حکومت ضد تحریک پیل کړ او له دغه تحریک سره د یوځای کېدو لپاره د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پنجاب مرکز لاهور ته ورسید.
د جیونیوز د راپور له مخې ګنډاپور د لاهور د رائیونډ په یوه فارم هاوس کې د یوه مهم مشورتي غونډې پر مهال وویل: «موږ به د مشورې نه وروسته عملي ګامونه اخلو، تر څو مخکې لاړ شو.»
هغه زیاته کړې: «موږ باید دا فکر وکړو چې دا تحریک د اګسټ تر پنځمې څرنګه خپل اوج ته ورسول شو.»
د ګنډاپور دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راغلې چې د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او مشر عمران خان خپلو ملګرو ته امر وکړ چې د حکومت ضد احتجاج باید د اګسټ په ۵مه، چې د هغه دوه کاله بند پوره کېدو سره برابره ده، خپل اوج ته ورسېږي.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن له خوا د خیبرپښتونخوا د حکومت پر ضد د نیوکو په غبرګون کې، ګنډاپور ادعا وکړه چې یوازې یو ملي اسمبلۍ غړی او دوه د صوبایي اسمبلۍ غړي د مولانا فضلالرحمن د ګوند لخوا د معیار له مخې ټاکل شوياو نور ټول د فارم ۴۷ غړي د درغلیو له لارې بریالي شوي دي.
ګنډاپور زیاته کړه چې مولانا فضلالرحمن پخپله هم جعلي واک لري، د تحریک انصاف په چارو کې د تبصرو کولو حق نشته.
له هغې پرېکړې وروسته چې سترې محکمې د جون پر ۲۷مه ورکړه او پکې تحریک انصاف د مخصوصو څوکيو لپاره نهوړ ګڼل شوې، د خیبر پښتونخوا مخالف ایتلاف اوس یوازې د ۲۰ غړو کموالی لري تر څو په صوبایي اسمبلۍ کې ساده اکثریت ترلاسه کړي.
له دې جلا، ګنډاپور وویل چې دی به د پنجاب حکومت ستاینه هغه مهال وکړي چې د اساسي قانون له مخې د ده د حقونو پر بنسټ، په لاهور کې د عامه غونډې اجازه ورکړل شي.