سویلي آسیا

پاکستان: سوداګري به د افغانستان او ایران له پولو هاخوا پراخوو

د پاکستان د مخابراتو فدرالي وزیر، عبدالعلیم خان د شانګهای همکارۍ سازمان د ټرانسپورټ وزیرانو په ناسته کې ویلي دي، چې د پاکستان سوداګري به د افغانستان او ایران له پولو هاخوا پراخه شي.

دغه پاکستاني چارواکي د «افغانستان-ټرانس» ریل پټلۍ د سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د یو مهم پړاو په توګه یاده کړه، او زیاته کړې یې ده چې دا ریل پټلۍ به د پاکستان د خرلاچي سیمه د افغانستان له لارې د ازبکستان له ترمز سره وصل کړي.

د «افغانستان-ټرانس» ریل پټلۍ له ۷۲۰ کیلومترو څخه اوږده ده او د حیرتان له لارې تیریږي او په پاکستان کې پای ته رسیږي.