له کندهار ولایت څخه باوري سرچینې آمو ته وايي، چې په دغه ولایت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبينو له تېرې ورځې راهيسي د هټیوالو په ګډون ۱۴۰ تنه د ږیري خريلو او کوچنيوالي په تور نيولي او بندیان کړي يې دي.
سرچينې وایي، نیول شوي کسان په توهيناميزه توګه په موټرونو کې سپاره کړل شوي او د کندهار سرپوزې زندان ته لېږدول شوي دي.
یاد کسانو په بند کې له يوې ورځي شپې وروسته بيا خوشې شوي دي.
د عبدالرحمن په نوم د کندهار ولایت يو اوسېدونکی، چې طالبانو د ږیري خريلو له کبله زنداني کړی وایي: «د کندهار سرپوزې زندان کې ورسره د سپکاوي ډک چلن شوی او له وېښتانو کش کېدل.»
عبدالرحمن وایي د شپې ډوډۍ او د خوب ځای يې مناسب نه وو.
د کندهار له هرات بازار، چهارسو، چوک مدد، عيدګان دروازې، احمدولي خان چوک څخه هم ګڼ کسان تېره ورځ نيول شوي دي.
د کندهار د امر بالمعروف رياست څخه زموږ ترلاسه کړی معلومات ښيي، چي د امر بالمعروف محتسبين به له دې وروسته دغه ولایت کې د ږیري نه پرېښودو، د خولی نه په سرکولو او جومات ته د نه راتلو له امله به د دغه ولایت اوسېدونکی ونيسي او بندیان به یي کړي.
تر اوسه په رسمی توګه د کندهار ولایتي مسوولينو په دې تړاو څه ندی ویلي.