پر غزې د اسرايیلو بریدونه د ډیپلوماټیکو هڅو له دوام سره هم مهاله زیات شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې مصر د اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې پر ۶۰ ورځني اوربند کار کوي.
الجزیرې راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې ۵۰ هوايي بریدونه ترسره شوي.
دغو بریدونو ډیری یې د غزې ختیځې سیمې په نښه کړې او د راپورونو له مخې ۷۲ فلسطینیان پکې ووژل شول. له دې څخه، ۴۷ د غزې ښار او د سیمې په شمال کې ووژل شول.
دغه بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د اسراییلو پوځ د غزې د شمالي اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ چې سمدلاسه خپلې سیمې پریږدي.
د پوځ ویاند ویلي چې عملیات به د حماس د بنسټونو د ویجاړولو لپاره په «شدت او پراختیا» سره دوام وکړي.
بریدونو د دوشنبې په ورځ هم دوام درلود، الجزیرې راپور ورکړ چې له سهار راهیسې ۲۷ کسان وژل شوي دي.
د قربانیانو په منځ کې، څه کم ۱۰ کسان د زیتون په ګاونډ کې د بشري مرستو د ویش په ګودام کې د برید له امله ووژل شول. دوه نور کسان په داسې حال کې په ډزو ووژل شول چې دوی په رفح ښار کې د وېش مرکز ته نږدې د خواړو ترلاسه کولو لپاره تللي وو.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسرائیلو غوښتي چې په غزه او لویدیځه غاړه کې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، اسټفن دوجاریک، وايي:« د غزې د وضعیت په اړه، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر موږ ته وايي چې ملکي وګړي هره ورځ وژل کیږي او ټپیان کیږي – د اسراییلو په هوايي بریدونو کې، د هاوان په ډزو کې یا د خپلو کورنیو لپاره د خوړو موندلو په هڅه کې. دا غمجنې پیښې باید هیڅکله عادي ونه ګڼل شي.»
په ورته وخت کې، د اوربند هوکړې ته د رسیدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې قاهره د ځینو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د ۶۰ ورځني اوربند لپاره په پلان کار کوي.
خو حماس ټینګار کړی چې دوی یوازې هغه وخت د پاتې ټولو ۵۰ یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته لیواله دي چې اسراییل په بشپړ ډول له غزې څخه ووځي او جګړه پای ته ورسیږي.اسراییل دا شرط رد کړی او د حماس د مشرانو د تسلیمیدو، بې وسلې کولو او له غزې څخه د وتلو غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې د اسراییلو لومړی وزیر له حماس سره د یوې هوکړې او د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه کار کوي.
بنیامین نتانیاهو هم ویلي دي چې له ایران سره د اسراییلو ۱۲ ورځنۍ جګړه، چې هغه یې د اسراییلو بریا ګڼي، د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یو فرصت رامینځته کړی دی.
بنیامین نتانیاهو ویلي: «اوس، له دې بریا وروسته، ډیر فرصتونه شتون لري. ډیر زیات فرصتونه. لومړی، د یرغمل شویو کسانو ژغورل. البته، موږ باید د حماس د ماتولو لپاره د غزې مسله هم حل کړو، خو زه اټکل کوم چې موږ به دواړه اهداف ترلاسه کړو.»
له دې سره، یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د منځګړو د فشار سره سره، اصلي اختلاف پر ځای پاتې دی: اسراییل یوازې د لنډمهاله اوربند او د جګړې د بیا پیلولو امکان سره موافق دی، خو حماس د جګړې بشپړ پای او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو وتل غواړي؛ هغه چې په وروستیو میاشتو کې یې په وار وار خبرې اترې په ټپه درولي دي.