د کډوالۍ نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران له خوا د ټاکل شوې نیټې څخه مخکې، د افغان کډوالو راستنېدنه چټکه شوې او یوازې د جون په میاشت کې له ۲۳۰ زرو ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه سازمان ویلي، چې ډېری افغان کډوال په زور ایستل شوي دي.
په تېرو اونیو کې له ایرانه د راستنېدونکو شمېر په بېساري ډول زیات شوی دی.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، له هغه وروسته چې ایران د جولای شپږمه نېټه د غیرقانوني افغانانو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړه، د ایستلو موارد زیات شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند، اواند عزیز آغا، فرانس پرس ته ویلي: «له جون لومړۍ تر ۲۸مې نېټې پورې، ۲۳۳زره او ۹۴۱ کسان له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي، چې یوازې د جون له ۲۱مې تر ۲۸مې پورې د ۱۳۱زره او ۹۱۲ کسانو راستنېدنه ثبت شوې ده.»
نوموړي زیاته کړې: «له جنورۍ راهیسې، ۶۹۱,۰۴۹ کسان راستانه شوي، چې ۷۰ سلنهیې په زور ایستل شوي دي.»
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تېرې اوونۍ کې څو ورځې داسې وې چې د ورځې تر ۳۰ زرو پورې کسان راستانه شوي، او اټکل کېږي چې دغه شمېر به د ټاکل شوې وروستۍ نېټې تر رسېدو لا زیات شي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا ځل د راستنېدونکو په ډله کې د اشخاصو پر ځای د کورنیو شمېر ډېر زیات شوی دی. نارینه، ښځې، او ماشومان خپلې ټولې شتمنۍ په لاسي بکسونو کې انتقالوي.
ډېرو راستانه شویو ته نه مال شته، نه د کار فرصتونه، په داسې حال کې چې افغانستان له ژورې بېوزلۍ او لوړې بېکارۍ سره مخ دی.