سویلي آسیا

د بلوچستان په موساخېلو ولسوالۍ کې پرله پسې زلزلو پنځه کسان ټپیان کړي

د بلوچستان په لرې پرتې موساخېل ولسوالۍ کې، چې له پنجاب سره پوله لري، د یکشنبې په سهار د یوې زلزلې له امله پنځه کسان ټپیان شوي او لسګونه خټین کورونه زیانمن شوي دي.

ډان ورځپاڼې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په حواله ویلي، چې لومړۍ زلزله د سهار په ۳:۲۴ بجو د موساخېل، راراشرم، کینګري او شاوخوا سیمو کې وشوه، چې شدت یې ۵.۵ او ژورتیا یې ۲۸ کیلومتره وه. دویمه زلزله د سهار په ۷:۳۰ بجو وشوه، چې شدت یې ۴.۸ و.

د موساخېل ځایي چارواکو ویلي، چې «تر لومړۍ زلزلې یو څه وخت وروسته‌، څو نورې څپې یې هم احساس شوې، او خلک له وېرې خپلو کورونو ته نه ورتلل.»

د منځنۍ کچې دغې زلزلې مرکز د بلوچستان د غرني ولسوالۍ، برکهن، شمال-ختیځ لور ته شاوخوا ۶۰ کیلومتره واټن کې موقعیت درلود. راپورونه وایي چې د پنجاب په ځینو پولو کې هم زلزله احساس شوې.