کډوالي

له ایران څخه د زرګونو افغان کډوالو جبري ایستلو اندېښنې راپارولي دي

له ایران څخه د زرګونه افغان کډوالو راستنېدل، د ملګرو ملتونو او د ملاتړو بنسټونو جدي اندېښنې راپارولې دي. د کډوالو د راستنېدو ویډیوګانې ښیي، چې د زرګونه کسانو او سختې ګرمۍ په منځ کې ښځې او ماشومان افغانستان ته د ننوتلو لپاره انتظار باسي.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې په لویه کچه د کډوالو راستنېدنه به د افغانستان وضعیت نور هم بې ثباته کړي. له بلې خوا، د ایران د تایبادو سیمې قوماندان ویلي، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې ۷۲ زره بې اسناده افغان کډوال، افغانستان ته ستانه شوې دي.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ تر اوربند وروسته، ایران پرېکړه وکړه چې له خپلې خاورې په لویه کچه افغانان وباسي او دغه کډوال اوس د دوغارون له لارې، د افغانستان خاورې ته را اوړي.

ورته مهال، کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی وایي، چې دغه راستنېدونکي ښځې او نجونې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خپل راتلونکي او د زده کړو په برخه کې د طالبانو د محدودونکو پالیسیو په اړه ژوره اندېښنه لري.

کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی، عرفات جمال، وايي: «زما شا ته هغه خلک ولاړ دي، چې له ایرانه راتښتېدلې دي. دوی له جنګ او نښتو را تښتېدلې دي. ډېری دغه کسان افغانان دي، خو د دوی ژوند کلونه وړاندې د جګړو له امله پاشل شوی و. دغو کسانو ایران کې پناه اخیستې وه، نوی ژوند یې ځان ته جوړ کړی و، خپل ماشومان یې ستر کړل او په ټولنه کې یې ونډه واخیسته، خو نن هغه پخوانۍ غمیزه بیا ځلې تکرارېږي.»

بلخوا، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان بیا وايي، چې په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو ستنول په افغانستان کې د بېکارۍ او بې وزلۍ کچه نوره هم لوړوي.

د کډوالو د حقونو فعاله، آصفه ستانکزی، وايي: «د کډوالو ستنېدل، د افغانستان په کاري ځواک او محدودو سرچینو فشارونه زیاتوي. د کاري ځواک زیاتوالۍ په داسې حال کې چې کاري فرصتونه کم دي، بېکاري او بې وزلي پراخوي و همداراز د کور موندنې او روغتیا برخه کې د دولت او مرستندویه بنسټونو لګښتونه په بې ساري توګه زیاتوي.»

دغه ویډيو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، یو افغان وګړۍ ښيي چې په خبره یې د ایران ویزه هم لري، خو ایراني پولیسو په زوره او بد چلند سره له خپلې خاورې اېستلی دی او حتا د ده ګرځنده مبایل یې هم ورته مات کړی دی.

ورته مهال، د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، په بشري چارو کې د یوناما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي سره، ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې کړې دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، پر خپلې اېکس پاڼې د یوناما د مرستیال له قوله لیکلي، چې ملګرو ملتونو د مالي سرچینو د را جلبولو لپاره خپلې هڅې پيل کړې دي.

دغه راز، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، د کډوالو په اړه له ایران سره د درې اړخیزې ناستې په جوړېدو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، عبدالکبیر، وايي: «اسلامي امارت (طالبان) له پاکستان څخه د راستانه شویو کډوالو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي او له دوی سره یې مرستې هم کړې دي. له ایران څخه هم راستانه شویو کډوالو سره به مرستې وشي او ټولې ادارې د خدماتو وړاندې کولو ته چمتو دي.»

له ایران څخه د افغان کډوالو ډله ییز او بې ساري اېستل، طالبان یې هم وارخطا کړې دي او همدا اوس د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد، د کرنې او اوبو لګونې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني او د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور هرات کې اوسېږي.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال له یو شمېر راستانه شویو کډوالو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان د کډوالو وضعیت ته به جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، روان لمریز کال له وري میاشتې راهیسې تر دې دمه پورې، له ۶۴۰ زره ډېر افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوې دي، چې له دې شمېرو ۳۶۶ زره یې په اجباري توګه له ایران څخه اېستل شوې دي.