کډوالي

هرات کې طالبانو د بېرته راستانه شوو کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو کار پیل کړ

طالبان وايي چې په هرات ولایت کې یې د بېرته راستانه شوو کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي د جوړولو کار پیل کړی دی. د طالبانو په وینا، د دغه ښارګوټي لپاره شپږ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

یاد ښارګوټی د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ په سیمه کې موقعیت لري، او د جوړېدو چارې یې د طالبانو د رئیس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي لخوا پرانېستل شوې دي.

طالبان وايي، دغه ښارګوټی به په دوو پړاوونو کې جوړ شي، چې پکې به جوماتونه، دیني مدرسې، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او نور اړین خدمات او اسانتیاوې موجود وي.

د طالبانو په وینا، د دغه ښارګوټي د جوړولو موخه د بېرته راستانه شوو مهاجرینو د ژوند شرایطو ته ښه‌والی ورکول او هغوی ته مناسبه سرپناه برابرول دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایرانه د افغان مهاجرینو اجباري بېرته راستنیدل بې‌سارې زیات شوي، او یوازې په تېرو څلورو ورځو کې هره ورځ تر ۳۰ زرو پورې افغانان له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.