د سویلي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د استازو جرګې د فرعي کمېټې مشر ویلي چې افغانستان د طالبانو د کنټرول په بیرته ترلاسه کولو سره د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی.
د امریکا د استازو جرګې غړي همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان له خاورې د داعش خراسان او ټي ټي پي ګواښونه خپلې لوړې کچې ته رسیدلي دي.
په ورته وخت کې، د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي د افغانستان له خاورې د داعش خراسان شتون د سیمه ییز امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼي.
خو، د طالبانو ویاند په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.