سویلي آسیا

سوات کې سېلابونه: د ژغورنې ډلو د اوو کسانو جسدونه ایستلي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبرپختونخوا په سوات سیمه کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۶ کسان له ځانه سره وړي، چې له دغې ډلې د اوو کسانو جسدونه تر دې دمه موندل شوي دي.

د جمعې په سهار د سختو بارانونو له امله د سوات سیند کې ناڅاپي سېلابونه راغلل.

د خیبر پښتونخوا ژغورنې ۱۱۲۲ د لومړني راپور له مخې، د سوات په ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله ناڅاپي سېلابونو یو شمېر سیمې تر خپل اغېز لاندې راوستي، چې له امله یې د ځاني تلفاتو تر څنګ لسګونه کسان بند پاتې شوي دي.

د ژغورنې د ادارې ویاند بلال فیضي تأیید کړه چې تر اوسه د ۱۶ ورک کسانو له ډلې د اوو کسانو مړي موندل شوي، او درې تنه ژغورل شوي دي.

د «رېسکیو ۱۱۲۲» د لومړني راپور له مخې، د پاتې کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات په بېلابېلو سیمو کې روان دي.

د انګوردرې له سیمې درې مړي موندل شوي دي. یو مړی له غالېګي څخه هم ترلاسه شوی، چیرې چې اووه تنه بند پاتې دي او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

راپور تاییدوي چې لږ تر لږه لس کسان د بای پاس ریلکس هوټل سره ډوب شوي دي. د ژغورنې عملیاتو لپاره لږ تر لږه ۱۲۰ د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي ګومارل شوي دي.

راپور وايي: «په امام ديرۍ کې تر ۲۲ ډېر کسان د اوبو محاصره کړي وو، چې د رېسکیو سټېشن ۳۳ ډلې له خوا خوندي ژغورل شوي دي.» همداراز، د رېسکیو سټېشن ۴۴ لټون عملیات روان دي.

په منيار کې هم اووه کسان بند پاتې دي، چې د رېسکیو سټېشنونو ۴۴ او ۵۵ ډلې په ګډه د ژغورنې کارونه کوي.

په پنجگرام کلي کې یو کس بند پاتې دی، چیرې چې د ژغورنې عملیات روان دي.

راپور زیاتوي چې له باره بامه‌خېله څخه لږ تر لږه ۲۰ تر ۳۰ کسانو ژغورنه شوې ده.

راپور وایي: «ټولې د رېسکیو ۱۱۲۲ ډلې په موقع حاضرې دي او د ژغورنې عملیات په پوره شدت سره روان دي.»

د چارسدې مرستیال کمېشنر د سوات د سېلابونو له امله د خطر خبرداری ورکړی، او اړوند چارواکي یې د بشپړ چمتووالي په حالت کې پاتې کېدو ته متوجه کړي دي.