ورزش

ریال ماډریډ د کلبونو نړیوال جام په سیالیو کې رډبول سالزبورګ ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۵ کال کلبونو نړیوال جام د درېیمې اونۍ ګروپي سیالیو په دوام، د ریال ماډریډ لوبډله له خپل سیال رډبول سالزبورګ سره مخ شوه چې، د ریال ماډریډ په بریا پای ته ورسېده.

ریال ماډریډ، درې د صفر پر وړاندې خپل سیال سالزبورګ ته ماتې ورکړه. په دې سیالۍ کې وینیسیوس جونیور او فده والورده د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د ریال لپاره ګولونه ترسره کړل او ګونسالو ګارسیا بیا د لوبې په ۸۴مه دقیقه کې خپلې لوبډلې ته د درېیم ګول وواهه.

ریال ماډریډ له دې بریا سره د اچ ګروپ کې د ۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره، د نوملړ په سر کې دی او دویم پړاو ته یې لاره موندلې ده، خو د بل پړاو سیاله لوبډله یې بیا یوونتوس ده.

ورته مهال، د سعودي عربستان الهلال لوبډله د پاچوکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره حذفي پړاو سیالیو ته لاره ومونده.