کډوالي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو ته پنځه ورځې پاتې دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو هغو کډوالو ته چې د پي او ار کارتونه لري یا په ملګرو ملتونو کې ثبت شوي دي د جون تر ۳۰ پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۱.۴ میلیون افغان کډوال چې له ملګرو ملتونو سره ثبت شوي کارتونه لري د جون تر پایه وروسته د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د هیواد کډوال وايي چې په پاکستان کې د جبري ایستلو پروسې له پیل سره هم مهاله دوی له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د پاکستان د پي او ار یا د ملګرو ملتونو د راجستر شويو اشخاصو کارتونه د جون په ۳۰مه پای ته رسیږي، او اسلام آباد په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د غځولو هیڅ پلان یې نه لري.

اسلام آباد ټولو هغو کډوالو ته چې د پي او ار کارتونه لري د جون تر ۳۰مه پورې وخت ورکړی دی چې په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتي چې د کډوالو حقونه خوندي کړي، د ایستلو پروسه ودروي او د پي او آر کارتونه وغځوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: «پاکستان باید د کډوالو د حقونو د ساتنې تر څنګ د کډوالو د جبري ایستلو پروسه سمدلاسه ودروي. د ټاکل شوي نېټې له پای ته رسېدو دمخه د پي او آر کارونه وغځوي.»

د بشري حقونو ځینې فعالانې د پاکستان لخوا له هیواد څخه د کډوالو په زوره ایستلو پریکړه د اندیښنې وړ ګڼي او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکوي.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۳۱مې وروسته، پاکستان د کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو د اې سي سي کارتونو او بې اسنادو خلکو سره په بشپړ ځواک سره پیل کړ، دا پروسه د اسلام آباد لخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له سفر او ه افغان خاورې څخه د ټي ټي پي د ګواښونو د مخنیوي په اړه له طالبانو سره د خبرو اترو وروسته خورا ورو څارل کیږي.

په پاکستان کې ځینې کډوال د اسلام آباد چلند د هیواد له کډوالو سره سیاسي ګڼي او له پاکستان او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنې لري.

پاکستان، له طالبانو سره د سرحدي او سیاسي کړکیچونو د زیاتوالي سره هم مهاله، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په دوو مرحلو کې د هیواد د کډوالو د جبري ایستلو پروسه پیل کړه، دا هغه پروسه ده چې یوازې د ۲۰۲۵ کال د مارچ راهیسې یې له ۱۰۲ زرو څخه ډیر کډوال ایستلي دي.

اسلام آباد اوس د افغان کډوالو د ایستلو دریم پړاو پلي کوي، هغه پړاو چې د راپورونو له مخې به ۱.۴ میلیون کډوال له جبري ایستلو سره مخ کړي.