د ایران د خراسان رضوي چارواکې وايي چې د روان کال له پیل څخه د غویي میاشتې تر پایه پورې، د دوغارون د ګمرک له لارې افغانستان ته د څه باندې ۲۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوې دي.
ایراني رسنیو د تایباد د مرستیال له قوله راپور ورکړی، چې په دې کمه موده کې افغانستان ته ۵۷۰ زره ټنه توکي صادر شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د وزن له پلوه په صادراتو کې څلور سلنه زیاتوالۍ ښیي.
د ایران سیمه ییزو چارواکو زیاته کړې، چې د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې، د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې شل زره ټنه ټرانزیټي توکي هم افغانستان ته رسېدلې دي.